لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه کې پينځه هزاره گان په ډزو وژل شوي


په تېرو څو ورځو کې د تشدد په پېښو کې د هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي د نيم درځن پورې کسان وژل شوي دي .
په تېرو څو ورځو کې د تشدد په پېښو کې د هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي د نيم درځن پورې کسان وژل شوي دي .

د پاکستان بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوئټه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د شيعه هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي پينځه کسان وژل شوي دي .

د پوليس چارواکو په وينا دغه پېښه د کوئټې ښار په باچاخان چوک کې د اتوار په ماښام رامنځته شوې ده . پوليس وايي نامعلومو موټر سائيکل سورو په باچاخان چوک په دوه دوکانونو ډزې کړي او پينځه کسان پکې وژل شوي دي .

د چارواکو په وينا پېښه کې چې د هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي کسان په هدف شوي دي ، پکې څلور کسان په ځايې وژل شوي او بل ژوبل شوي په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی .

پوليس وايي دا هدفي وژنه ده ، او حمله کوؤنکي د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي .

د راپورونو ترمخه د پېښې وروستو په سيمه کې ويره ترخه خوره شوې ، بازارونه تړل شوي او د سړکونو څخه گاډي غائب شوي دي ، او علاقه کې د امنيت ټينگ ساتلو په موخه د ملېشې ځواک ځايې په ځايې کړی شوی دی .

په تېرو څو ورځو کې د تشدد په پېښو کې د هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي د نيم درځن پورې کسان وژل شوي دي .

د بلوچستان وزيراعلی عبدالمالک بلوچ د پېښې غندنه کړې او پوليس ته يې پېښه کې د ککړو کسانو په ضد عمليات وکړي او د قانون منگولو ته راولي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG