لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: د يمن په اړه امن خبرې د جون په ۱۴م کيږي


د امن خبرو دپاره تېره مياشت ټاکل شوې غونډه هغه وخت ځنډول شوې وه ، چې کله حکومت او نورو فريقېنو د خبرو د تيارۍ دپاره نور وخت غوښتی ؤ .
د امن خبرو دپاره تېره مياشت ټاکل شوې غونډه هغه وخت ځنډول شوې وه ، چې کله حکومت او نورو فريقېنو د خبرو د تيارۍ دپاره نور وخت غوښتی ؤ .

ملگري ملتونه وايي په يمن کې د ياغيانو او په نړيواله توگه د منل شوي جلاوطن حکومت ترمينځ د امن خبرې اترې به د جون د مياشتې په ۱۴م نېټه جنېوا کې کيږي .

د ملگرو ملتونو يو وياند وئيلي چې سيکرټري جنرل بان کې مون د صدر عبدالربو منصور هادي او شيعه حوثې ياغيانو (د چا چې پلازمينه صنعا په ولقه کې ده) ترمينځ د خبرو اترو د گام هرکلی کړی دی .

د امن خبرو دپاره تېره مياشت ټاکل شوې غونډه هغه وخت ځنډول شوې وه ، چې کله حکومت او نورو فريقېنو د خبرو د تيارۍ دپاره نور وخت غوښتی ؤ .

د ملگرو ملتونو د وياند ترمخه بان کې مون په دواړو فريقو په دې خبره زور راوړی چې په انساني بنيادونو جنگ بندۍ ته تيار شي څنگه چې تېره مياشت شوې وه . ځکه چې هلته د جگړې نه اغېزمندو سيمو کې گېرو د لکونو په شمېره کې خلکو ته امدادي څيزونه ورسؤل شي .

له دې وړاندې د خالي په ورځ سعودي چارواکو وئيلي ؤ ، چې پوځ يې د يمن نه د ملک په جنوب لوئيديزه سيمه کې د يو اسکډميزائيل حمله په شا تمبولې ده .

د سعودي عرب خبري ادارې وئيلي ، چې د خميص مشيت ښار سره نزدې اسکډ ميزائيل په امريکايي پيټرياټ ميزائيل باندې ويشتل شوی دی . د سعودي عرب په دغه جنوبي سيمه کې د کنگ خالد په نوم د هوائي پوځ لويه اډه موقعيت لري .

د راپورونو ترمخه دغه اسکډميزائيل د يمن په شمالي غرونو کې د حوثي ياغيانو د مرکز سعاده سره نزدې علاقې نه توغول شوی ؤ .

د حوثي ياغيانو سرکاري چېنل المېصيره د ميزائيل توغولو او د هوائي اډې په هدف کولو د خبرې پخلی کړی دی .

شيعه حوثيانو تېر کال د ستمبرپه مياشت کې په پلازمينه قبضه کړې او صدر منصور هادي سعودي عرب ته جلاوطن شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG