لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې ١٠ؤ پورې افغان جنگيالي وژل شوي


دسرچينو وينا ده چې په دغه بريد کې د٨ؤ څخه نيولې تر ١٠ؤ دحقاني نيټ ورک سره تعلق لرونکي جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده چې په دغه بريد کې د٨ؤ څخه نيولې تر ١٠ؤ دحقاني نيټ ورک سره تعلق لرونکي جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

سرچينې وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دخالي په ورځ دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو په يو بريد کې د٨ؤ څخه نيولې تر ١٠ؤ پورې جنگيالي وژل شوي دي.

دسيمې څخه امنيتي سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې دپولې پورې غاړې افغانستان کې په امريکائي اؤ افغان عسکرو بريدونو کې دککړې تندروه ډلې حقاني نيټ ورک دجنگيالو يوه ځاله په نخښه کړل شوې ده.

دسرچينو وينا ده چې په دغه بريد کې د٨ؤ څخه نيولې تر ١٠ؤ دحقاني نيټ ورک سره تعلق لرونکي جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان پوځ وائي تيرکال دجون په مياشت کې پيل کړل شوؤ ضرب عضب عملياتو کې دشمالي وزيرستان ٩٠ فيصده برخه دترهه گرو څخه پاکه کړل شوې اؤ په دغو عملياتو کې يې ددوؤ زرو څخه زيات ترهه گر وژلي.

سيمه کې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو په ضد دډرون دغه تازه بريد په داسې حال کې شوى چې دپاکستان پوځ پخپله هم تيرکال دجون دمياشتې راهسې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دي.

له دې وړاندې افغان اؤ امريکائي چارواکو په پاکستان تورونه لگولي وؤ چې شمالي وزيرستان کې يواځې هاغه جنگيالي په نخښه کوي چې ددوي دسلامتۍ لپاره خطره وي خو په دغو عملياتو کې نۀ يواځې دا چې دپولې پورې غاړې په افغان اؤ امريکائي ځواکونو حملو کې ککړ دحقاني نيټ ورک جنگيالي نۀ په نخښه کيږي بلکې دعملياتو دپيل کيدو څخه دمخه يې دغو جنگيالو ته خوندي لار هم ورکړې ده.

خو پاکستان دغه رقم تورونه ردوي اؤ وائي کيدى شي دعملياتو په مهال په لويه پيمانه دپوځيانو دنقل وحرکت له امله ځينې جنگيالي دسيمې څخه تښتيدلي وي خو اوس هغوي سيمه کې دموجودو ټولو جنگيالو په ضد پرته له کوم امتياز څخه عمليات ترسره کوي.

شمالي وزيرستان به دالقاعده سره دتړلو طالب جنگيالو يوه مضبوطه ځاله گڼل کيده خو دافغانستان اؤ امريکا اؤ لويديزو هيوادونو دغوښتنو څخه وروستو پاکستان شمالي وزيرستان کې تيرکال دجون په مياشت کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخسته اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرې اترې ناکامه شوې.

دپوځي عملياتو ترڅنگ سيمه کې په دمې دمې سره دغلته دفعاله جنگيالو اؤ ترهه گرو په ضد دډرون حملې هم ترسره کيږي چې پکې داطلاعاتو ترمخه په لسگونو جنگيالي وژل کيږي.

که هر څو پاکستان پخپلو قبائيلي سيمو دډرون حملو په ښکاره مخالفت کوي خو دلويديزې ميډيا دراپورونو ترمخه دډرون دغه شان حملو ته نۀ يواځې دا چې په خفيه توگه دپاکستان ملاتړ ترلاسه دى بلکې په ځينو حملو کې يې خفيه ادارې دهدف په ټاکلو کې هم مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG