لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحوثي ياغيانو بريد کې دسعودي څلور پوځيان وژل شوي


 وئيل کيږي په ممکنه توگه دصالح وفادارو ځواکونو ريپبلکن گارډ دغه حمله کړې چې ديمن دشخړې دپيل کيدو څخه راپديخوا تر ټولو لويې بريد گڼل کيږي اؤ پکې دسعودي عرب څلور پوځيان وژل شوي وؤ.
وئيل کيږي په ممکنه توگه دصالح وفادارو ځواکونو ريپبلکن گارډ دغه حمله کړې چې ديمن دشخړې دپيل کيدو څخه راپديخوا تر ټولو لويې بريد گڼل کيږي اؤ پکې دسعودي عرب څلور پوځيان وژل شوي وؤ.

دسعودي عرب سرکاري ميډيا وائي ديمن پولې سره نزدې دسعودي عرب جازان صوبه کې دحوثي ياغيانو اؤ پخواني صدر علي عبدالله صالح دپلويانو بريد ناکامه کړى شوى اؤ په گڼ شمير کې حمله کوونکي وژل شوي دي.

وئيل کيږي په ممکنه توگه دصالح وفادارو ځواکونو ريپبلکن گارډ دغه حمله کړې چې ديمن دشخړې دپيل کيدو څخه راپديخوا تر ټولو لويې بريد گڼل کيږي اؤ پکې دسعودي عرب څلور پوځيان وژل شوي وؤ.

دجمعې په ورځ دغه نښتې هاغه مهال پيل شوې وې کله چې ياغيانو په الخبر کې دمداخلت هڅه کړې وه.

ياغيانو دسعودي دپوځ په گڼو هدفونو په راکټونو سره حمله کړې دکوم څخه وروستو چې پوځيانو دتوپو اؤ اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه حمله کوونکي په نخښه کړي.

يمن کې شيعه حوثي ياغيانو تيرکال په پلازمينه صنعاء قبضه کړې وه اؤ له دې وروستو په دغه هيواد کې دخانه جنگۍ صورتحال پيدا شوى.

ديمن صدر منصور هادي دسږکال په پيل کې سعودي عرب ته تښتيدلى اؤ سعودي عرب دخپلو عرب اؤ خليجي ائتلافيانو سره په گډه دحوثي ياغيانو په ضد کارروايۍ پيل کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG