لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : دوسله والو بريد کې څلور پوليس وژل شوي دي


ژوبل عسکر دعلاج لپاره هسپتال ته يوړل شو خو هغه دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.

دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو څلور پوليس عسکر وژل شوي دي.

دپوليسو دسرچينو ترمخه دخالي په ورځ دکوئټې په پښتون اباد سيمه کې په ملا سلام روډ پوليس عسکر دمعمول مطابق په گزمه بوخت وؤ چې په دغه مهال دهغوي په گاډي په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې درې عسکر په موقع ووژل شول اؤ يو ژوبل شو.

ژوبل عسکر دعلاج لپاره هسپتال ته يوړل شو خو هغه دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.

وژل شوؤ کې يو اسسټنټ سب انسپکټر، يو ډرائيور اؤ دوه سپاهيان شامل دي، دبريد څخه وروستو په گڼ شمير کې دايف سي اؤ پوليس عسکر دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ پلټنې يې پيل کړي دي.

تر دې مهاله ددغه بريد پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې، خو له دې وړاندې بلوچستان کې په امنيتي ځواکونو ددغه رقم بريدونو پړه بلوڅ بيلتون خوښو جنگيالو په غاړه اخستې ده.

دبلوچستان سرښار کوئټه کې دغه پوليس عسکر په داسې حال کې وژل شوي چې تيره اوونۍ دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ کوئټه کې دمستونگ دپيښې څخه وروستو دامنيتي صورتحال په اړه ټول گونديز کانفرنس ترسره شوى ؤ اؤ پکې بلوچستان کې دامن دپځايې کولو ژمنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG