لاس رسیدونکی لینک

په منځني ختيز کې زوړ تهذیب خطر سره مخ دی- کانگریسمین بوسټني

  • افتخارحسېن

د امریکې کانگریسمین چارلس ډبلیو بوسټني ویلي دي په منځني ختيز کې د اسلامي ریاست لخوا د قديمي اثارو تباهي بوږنوکې ده- کانگریسمین بوسټني فکر منده دی په شام اولبنان کې د قديمي اثارو زیان یواځې د مینځني ختيزد هیوادونو لپاره نا د ټولې نړۍ له پاره اهميت لري. هغه واېي د زَړو کلتورونو او اثارو دغه بیش قيمته نمونې ددې عصر او راتلونوکو تهذیبونو لپاره خوندي کول پکار دي- کانگریس مین غږ کړی چې د اسلامي ریاست مخه نیولو لپاره د امریکه په مشرۍ کې یو مضبوط ایتلاف پکار دی-

چارلس ډبلیو بوسټني د لوزیانا د دریمې ضلعی نه کانگریسمین دی او د هغه نیکَنی هیواد لبنان دی-

په عراق او شام کې ائي ایس وسله والو په یو شمیر ښارونو قبضې کړي دي او موصل او رمادي ښارونو نه علاوه یې د شام په آر رقا کې د اتمې پیړۍ د نمرودي دور د تهذیبونو خوندي اثار تس نس کړي دي – د اثارو کار پوهان واېي اسلامي ریاست په مينځني ختيز کې داسې اثار تباه کړل چې په نوره نړۍ کې یې نظير نشي موندل کیدلې-

په واشنگټن کې د لبنان سفير انتهوان شدِيد ډیوه ریډیو ته ویلي دي اسلامي ریاست یو خطرناکه تنظيم دی او د تمامو تهذيبونو په ضد ولاړ دی- ښاغلی د ائي ايس لخوا د لبنان پُلې ماتولو امکان ردوي خو واېي هېواد یې د خطرو سره مخ دی- ښاغلې سفير په مينځني ختيز کې د شخړې حل په سفارتي لارو کې ويني-

په ورستیو کې دامريکا دبهرنو چارو مرستيال وزير انتوني بلنکن ویلي وو نهه مياشتې وړاندې په عراق اؤ شام کې دتندروه ډلې دولت اسلامي په ضد پيل کړل شوي هواېي بريدونو کې تر دې مهاله ددغه ډلې د لس زرو نه زيات وسله وال وژل شوي دي

XS
SM
MD
LG