لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان د١٤ؤ کهربو نه زيات بجټ،دفاعي پنگه کې ١١ فيصده اضافه


وړاندې په پاکستان کې دمزدور لږ ترلږه مياشتينۍ تنخا ١٢ زره روپۍ وه خو په اوسني بجټ کې دغه تنخا د١٠٠٠ؤ روپو په سيوا کولو سره ١٣ؤ زرو ته رسول شوې ده.

دپاکستان دمرکزي حکومت له لوري دمالي کال 2015-16 لپاره خواؤشا د43 کهربو روپو بجټ دجمعې په ورځ قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوى چې حکومت دغه بجټ اولس دوسته اؤ مخالفه سياسي گوندونو يو روايتي بجټ گرځولى دى.

په دغه بجت کې حکومت کارخانه دارو ته وړانديز کړى که په خيبرپښتونخوا کې ٢٠١٨م پورې کارخانې لگول غواړي نو هيڅ رقم ټيکسونه به ترې نۀ اخستل کيږي.

همدغه راز حکومت دا هم وئيلي دي چې کوم خلک دبانکونو پوره وړي وي اؤ هغوي په ځانمرگي بريدونو کې وژل شوي دي نو حکومت به يې تر ١٠ؤ لکو قرضه پخپل سر خلاصوي.

دبجټ وړاندې کيدو څخه وروستو په پاکستان کې عامو خلکو دټي وي چينلو دلارې وئيلي په دغه بجټ کې ورته هيڅ اساني نۀ ده ورکړل شوې.

داسلام اباد دقائداعظم يونيورسټۍ يو طالب علم محمد يونس پوښتنه راپورته کړې چې حکومت دې وښائي که دا په رښتيا اولس دوسته بجټ وي نو عوامو دپاره يې اوړۀ،غوړي،چيني، دالونه،دوايانې اؤ دامروزه ژوند نور شيان څومره ارزان کړل؟

هغه دا هم وويل چې ددغه بجټ دوړاندې کولو نه وړاندې حکومت دپيټرولو دنرخونو خيژولو دلارې په اولس گراني تپلې ، خو دځپلې طبقې دپاره يې په بجټ کې هيڅ نۀ دي کړي.

دخزانې د وفاقي وزير اسحاق ډار لخوا قومي اسمبلۍ ته دوړاندې کړل شوي دغه بجټ لويې لويې نکتې په لاندې ډول دي.

لږ تر لږه تنخا ١٣ زره روپۍ مقرر

وړاندې په پاکستان کې دمزدور لږ ترلږه مياشتينۍ تنخا ١٢ زره روپۍ وه خو په اوسني بجټ کې دغه تنخا د١٠٠٠ؤ روپو په سيوا کولو سره ١٣ؤ زرو ته رسول شوې ده.

دفاعي بجټ کې ١١ فيصده اضافه

چرته چې په پاکستان کې دوړاندې څخه څيړونکي ددفاعي بجټ په ارته لمن نيوکې کوي هلته نن يو وارې بيا په نوي بجټ کې په دفاعي بوديجه کې ١١ فيصده نوره اضافه هم شوې اؤ اوس دغه رقم 780 اربه روپو ته رسول شوى دى.

تعليم

په دغه بجټ کې دتعليم دپاره ١٤ فيصده برخه بيله کړل شوې خو دتعليم په مقابله کې دسړکونو دپاره ٦٨ فيصده برخه ايښودل شوې ، چې په دې باندې هم په پاکستان کې څيړونکو سختې نيوکې کړي اؤ وائي دغه هيواد دنيا ته ښودل غواړي چې دتعليم نه زيات سړکونو ته اړتيا لري.

تنخاگانو اؤ پنشن کې اضافه

دخزانې دوزير ترمخه دسرکاري ملازمانو تنخاگانو اؤ دريټائرډ ملازمانو پنشن کې ٧ فيصده اؤ ميډيکل الا ؤنس کې ٢٥ فيصده اضافه کولى شي.

په موبائيلونو درامدي ټيکس کې اضافه

اسحاق ډار پخپله وينا کې په موبائيل فون دريگوليټري ډيوټۍ دختمولو اؤ درامدي ټيکس کې داضافې وړانديز کړى دى.

په تنخادارو ټيکس کې کمى

دخزانې دوزير ترمخه يوه مياشت کې دڅلورو څخه په پينځوؤ لکو روپو گټونکو کسانو لگيدلى پينځه فيصد ټيکس دوؤ فيصدو ته راکم کړل شوى دى.

په منرل واټر اؤ سيگريټو ټيکسونو کې اضافه

دخزانې وزير په منرل واټر اؤ سيگريټو ټيکسونو کې داضافې اعلان وکړو اؤ وې وئيل چې په منرل واټر ټيکس د٩ فيصده څخه ١٢ؤ فيصدو ته زياتولى شي اؤ دسگريټو دايکسائز ډيوټۍ شرح به د٥٨ فيصده څخه ٦٣ فيصده ته پراخولى شي.

دوزيراعظم دروغتيا سکيم اغاز

دخزانې دوزير ترمخه دوزيراعظم دروغتيا سکيم به په ابتدائي توگه ٢٣ؤ ضلعو کې شروع کولى شي دکوم لاندې چې به غريبو خلکو ته دناروغتياوؤ په صورت کې هيلتهـ انشورنس ورکولى شي.

دبې نظير انکم سپورټ پروگرام اؤ بيت المال بجټ کې اضافه

دخزانې وزير وويل دبې نظير انکم سپورټ پروگرام پيسې د٩٧ اربو څخه ١٠٢ؤ اربو روپو ته سيوا کړل شوي اؤ دبيت المال بجټ ددوؤ اربو روپو څخه سيوا کړل شوي اؤ څلور اربه مقرر کړل شوي دي.

دخزانې وزير دبجټ دوينا په پيل کې دموجوده مالي کال دکارکردگۍ يادونه وکړه اؤ وې وئيل چې حکومت دمعيشت دبحالۍ لوري ته سم کړى دى.

اسحاق ډار وويل دمعيشت بحالۍ لپاره يې سختې فيصلې کړي دي.

هغه وويل چې سږکال داقتصادي پرمختيا شرح 4.24 فيصده وه اؤ سږکال دافراط زر شرح د١١ؤ کلونو کمې کچې ته راغلې خو ددهرنو اؤ سيلاب په وجه معاشي هدفونه نۀ دي ترلاسه شوي.

اسحاق ډار وويل چې سږکال دزرمبادلې هدف ١٩ اربه ډالر مقرر کړل شوى اؤ دا مهال دملکي زرمبادلې ذخيرې 7.7 اربو ډالرو څخه 117 اربو ډالرو ته رسيدلي دي.

دخزانې وزير وويل چې دسود شرح راکمه کړل شوې اؤ ٧ؤ فيصدو ته راوړل شوې چې ورسره سرمايه کارۍ کې اضافه شوې ده.

اسحاق ډار وويل چې هيواد کې ديو تن پسر امدني د1300ؤ ډالرو څخه سيوا شوې اؤ 1512 ډالره شوې ده.

دپاکستان دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان څخه چې کله ډيوه ريډيو ددغه بجت په حقله دهغه دگوند نظر وغوښتو نو وې وئيل تر دې مهاله يې بجټ تقرير نۀ دى اوريدلى ځکه نو څه رايې پرې نۀ شي ورکولى.

البته دجماعت اسلامي مشر سراج الحق دغه بجټ کې داولس دښيگړې دپاره دهيڅ رقم گامونو نۀ اخستل کيدو دريځ خپل کړى اؤ وئيلي يې دي په بجټ کې ټوله توجو سرمايه دارو ته شوې، دغريبانانو دپاره پکې هيڅ نشته.

خيبرپښتونخوا کې د واکمن گوند تحريک انصاف مرکزي مشر جهانگير ترين خيبرپښتونخوا کې کارخانو څخه دټيکسونو نۀ اخستو اقدام ستائيلى خو وئيلي يې دي نور په دغه بجټ کې دستائيلو هيڅ نشته.

XS
SM
MD
LG