لاس رسیدونکی لینک

په ملالې حمله کې ککړ٨ کسان خوشې کړل شوي،راپور


لندن کې دپاکستاني هائي کميشن وياند منير احمد دجمعې په ورځ وئيلي دي چې ٨ کسان دثبوتونو دکمي په اساس خوشې کړل شوي دي.

دجمعې په ورځ دميډيا راپورونو کې دچارواکو له خُلې وئيل شوي دي چې کال ٢٠١٢م کې دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې په ملالې يوسفزئ ترسره شوې حمله کې دککړو ١٠ؤ شکمنو بريدکوونکو څخه ٨ خوشې کړل شوي دي.

لندن کې دپاکستاني هائي کميشن وياند منير احمد دجمعې په ورځ وئيلي دي چې ٨ کسان دثبوتونو دکمي په اساس خوشې کړل شوي دي.

دسږکال داپريل په مياشت کې پاکستاني اؤ غيرملکي ميډيا راپور ورکړى ؤ چې په ملالې يوسفزئ حمله کې ککړو ١٠ؤ کسانو ته دترهه گرۍ دمخنيوي ځانگړې محکمې دعمري بند سزا اورولې ده.

خو پاکستاني چارواکي اوس وائي چې په دغه مقدمه کې دسزا په اړه په ميډيا خپارۀ شوي اطلاعات سم نۀ وؤ، هغوي دعوه کوي چې په اصل کې يواځې دوؤ ملزمانو ته سزا ورکړل شوې وه اؤ ٨ کسان نور بري کړل شوي وؤ.

له دې وړاندې دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې وياند ميجر جنرل عاصم باجوه هم پخلى کړى ؤ چې ١٠ؤ ترهه گرو منلې ده چې دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان مشر مُلا فضل الله دسکول په دريوؤ طالب علمانو ملالې يوسفزئ، شازيه رحمان اؤ کائنات رياض دشوې حملې منصوبه بندي کړې وه.

په دغه اړه دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون سره خبرو کې دملاکنډ دډويژن ريجنل پوليس افسر( ار پي او) ازاد خان وئيلي دي چې دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دوؤ حمله کوونکو ته دعمري بند سزا ورکړې اؤ نور ٨ شکمن حمله کوونکي شوکت، عرفان،سليمان، بلال،ظفر علي، عرافات، اکرام اؤ عدنان پريښودل شوي.

دپوليسو دغه چارواکي وويل عدالت پخپلو فيصلو کې ازاد دى.

په ملالې يوسفزئ کال ٢٠١٢م کې دسوات انتظامي مرکز مينگوره ښار کې هاغه وخت طالبانو حمله کړې وه چې هغه دسکول په بس کې کور ته روانه وه، په دغه حمله کې دملالې يوسفزئ ترڅنگ دوه نورې طالب علمانې شازيه اؤ کائنات هم ژوبل شوې وې.

پاکستان کې دابتدائي علاج څخه وروستو ملاله يوسفزئ دنور علاج لپاره دبرطانيې برمنگهم ته وړل شوې وه.

دطالبانو ددغه حملې څخه دمخه ملالې يوسفزئ ته په نړيواله کچه هاغه مهال شهرت ترلاسه شوى ؤ چې هغې دطالبانو تر ولقې لاندې دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې په حالاتو برطانوي خبري شبکې لپاره دگل مکۍ په نوم يوه ډائري ليکلې وه.

دجينکو دتعليم لپاره غږ پورته کوونکې ١٧ کلنې ملالې يوسفزئ ته تيرکال دامن نوبيل انعام هم ورکړل شوى ؤ.

ملاله يوسفزئ دوهمه پاکستانۍ ده چې نوبيل انعام يې ترلاسه کړى، له دې وړاندې ډاکټر عبدالسلام ته په کال ١٩٧٩م کې په فزکس کې دنوبيل انعام ورکړل شوى ؤ.

XS
SM
MD
LG