لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دسعودي په گډون کوم هيواد ته جوهري وسلې نۀ ورکوي،اعزاز احمد


 دهغه وينا وه” دپاکستان دجوهري پروگرام دبل هيواد سره هيڅ تعلق نشته“
دهغه وينا وه” دپاکستان دجوهري پروگرام دبل هيواد سره هيڅ تعلق نشته“

دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري وئيلي دي پاکستان سعودي عرب يا بل کوم هيواد ته جوهري وسلې نۀ ورکوي.

واشنگټن کې دسپينې ماڼۍ، پينټاگون اؤ خارجه محکمې دچارواکو سره دليدنو څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې اعزاز احمدچوهدري وويل چې دپاکستان له لوري نورو هيوادونو ته دجوهري پروگرام يا عصري ټيکنالوجۍ دخرڅولو يا منتقلولو خبرونه بې اساسه دي.

دهغه وينا وه دپاکستان دجوهري پروگرام دبل هيواد سره هيڅ تعلق نشته

دخبري ادارى اى پي ترمخه هغه وويل چې دپاکستان جوهري پروگرام يواځې دهيواد دسلامتۍ لپاره دى اؤ ددې ترڅنگ يې سعودي عرب سره دپاکستان له لوري په جوهري معامله دخبرو اترو امکان هم رد کړو.

دپاکستان ختيز لوري ته دموقعيت لرونکي خپل روايتي رقيب هيواد هند په لوري داشارې په کولو سره خارجه سکتر وويل چې دپاکستان جوهري وسلې دختيز څخه دپيدا کيدونکو خطرو دمقابلې لپاره دي اؤ زياته يې کړه چې پاکستان به خپلې جوهري وسلې دترهه گرو څخه محفوظې ساتي.

له دې وړاندې واشنگټن کې دسلامتۍ، ثبات دتگلارې اؤ ايټم دنۀ خوريدنې په موضوع دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ دجوړې شوې کاري ډلې غونډه شوې وه چې پکې دپاکستاني هيئت مشري خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري اؤ دامريکائي هيئت مشري دوسلو دقابو کولو اؤ نړيوالې سلامتۍ لپاره مرستيال وزير، روزگوټ مولر کړى ؤ.

دغه غونډه کې ددواړو خواؤ له لوري دنيوکلئير سلامتۍ لپاره په بين المللي هڅو، دايټمي ټيکنالوجۍ دپرامنه استعمال، دايټم دنۀ خوريدنې، په برامداتو دکنټرول، سيمه ييز ثبات اؤ سلامتۍ په گډون داړونده خوښۍ په بيلا بيلو چارو هم خبرې اترې شوې وې.

دواړو خواؤ په دې خبره هم ټينگار کړى ؤ چې پاکستان ته داټوم دنۀ خوريدنې لپاره بين المللي حکومتونو سره اودريدل پکار دي ، همدغه شان پاکستان په دې خبره زور راوړى ؤ چې دټولنيز معيشت لپاره دايټمي ټيکنالوجۍ دپرامنه استعمال اجازه پکار ده.

دواړو هيوادونو په لويه پيمانه دتباهۍ خورونکو وسلو دنۀ خوريدنې اؤ ددې رياستي يا غيررياستي عناصرو ته دورکړې دمخنيوي داهميت پخلى کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG