لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گهانا : داور لگيدو پيښه کې 175 کسان وژل شوي


 دگهانا صدر درامني ماهامى داور لگيدو دځايې دوره کړې اؤ ددغه پيښې څخه وروستو يې هيواد کې ددرې ورځني ماتم اعلان کړى دى.
دگهانا صدر درامني ماهامى داور لگيدو دځايې دوره کړې اؤ ددغه پيښې څخه وروستو يې هيواد کې ددرې ورځني ماتم اعلان کړى دى.

راپورونه وائي دافريقائي هيواد گهانا په پلازمينه اکرا کې دپيټرول په يو سټيشن داور لگيدو پيښه کې لږ ترلږه ١٧٥ کسان وژل شوي دي.

دراپورونو ترمخه په اکرا کې دتيرو دوؤ ورځو راهسې دسختو بارانونو وريدو په وجه گڼ شمير خلک بې کوره شوي اؤ هغوي دباران څخه دبچ کيدو په غرض دپيټرولو دغه سټيشن ته دسرپناه لپاره ورټول شوي وؤ چې پکې داور لگيدو دغه پيښه رامينځته شوه.

دگهانا صدر درامني ماهامى داور لگيدو دځايې دوره کړې اؤ ددغه پيښې څخه وروستو يې هيواد کې ددرې ورځني ماتم اعلان کړى دى.

دفائر بريگيډئير دترجمان، بلي اينگليټ ترمخه دسيلابي اوبو سره دپيټرولو دسټيشن څخه ډيزل اؤ پيټرول وبهيدل اؤ نزدې کور پورې ورسيدل اؤ هلته دچاؤدنې وروستو اور ولگيدو، دغه اور ناڅاپي دپيټرولو دغه سټيشن اؤ نورو ودانو پورې هم خور شو.

چارواکي وائي سيمه ييزو هسپتالونو کې دوژل شوؤ گڼو کسانو مړي ايښودل شوي اؤ دنورو مړو اؤ ژوبلو کسانو لټه روانه ده.

سيمه کې امدادي کارروايۍ روانې دي اؤچارواکو دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ښودلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG