لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندي پوځيانو خونړۍ حمله کې ٢٠ عسکر وژل شوي


 دراپورونو ترمخه دپوځ دشپږم ډوگره ريجمنټ يو کاروان دموتول څخه دامفال په لوري روان وؤ چې وسله والو پرې حمله وکړه.
دراپورونو ترمخه دپوځ دشپږم ډوگره ريجمنټ يو کاروان دموتول څخه دامفال په لوري روان وؤ چې وسله والو پرې حمله وکړه.

دهندي ميډيا راپورونه وائي چې ددغه هيواد د شمال لويديز رياست مني پور په چنديل ضلع کې دتندلارو په يو بريد کې لږ ترلږه ٢٠ هندي پوځيان وژل شوي اؤ ١٢ نور ژوبل شوي دي.

دراپورونو ترمخه دپوځ دشپږم ډوگره ريجمنټ يو کاروان دموتول څخه دامفال په لوري روان وؤ چې وسله والو پرې حمله وکړه.

ديو پوځي وياند ترمخه دچنديل څخه دپوځ دڅلورو گاډو کاروان امفال ته روان ؤ چې وسله والو پرې دراکټ پروپيلډ گرينيډونو بريد وکړو.

دغه بريد په هندي پوځ دتيرې يوې لسيزې په مهال دترسره شوؤ خونړو حملو څخه يو ؤ.

دسلامتۍ په اړه مبصرين انديښنه څرگندوي چې په هندي پوځ ترسره شوى دغه خونړى بريد دگل په ورځ دعسکرو له لوري دوژل شوې يوې ښځې دوژنې ردعمل ؤ، په چنديل ضلع کې دشورو په ورځ ددغه ښځې په وژنه مکمل هړتال ؤ.

مني پور د2.5 ملينو خلکو ابادي لري اؤ دغلته دکلونو راهسې وسله وال ياغيتوب شتون لري اؤ امنيتي ځواکونه دغلته دياغيتوب دچقولو هڅې کوي.

دهندي ميډيا راپورونو کې دسرچينو له خُلې وئيل شوي دي چې دميانمار څخه وراوښتي جنگيالي په پوځيانو دبريد ترسره کولو وروستو بيرته دپولې پورې غاړې ته تښتيدلي دي.

دهند وزيراعظم نريندر مودي ددغه پيښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG