لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : څلورو مياشتو کې ٢٥ زره ټيليفوني کالونه تيپ کړل شوي


 عدالت ته وئيل شوي دي چې يواځې دمئ په مياشت کې خواؤشا ٧٠٠٠ ټيليفوني کالونه ټيپ کړل شوي دي.
عدالت ته وئيل شوي دي چې يواځې دمئ په مياشت کې خواؤشا ٧٠٠٠ ټيليفوني کالونه ټيپ کړل شوي دي.

دپاکستان سترې محکمې ته په يو ليکلي بيان کې وئيل شوي دي چې استخباراتي ادارې( ائي ايس ائي) دتيرو څلورو مياشتو په مهال ٢٥ؤ زرو څخه زيات فون کالونه ټيپ کړي دي.
خو دې لړ کې وضاحت نۀ دى شوى چې دغه ټيليفوني کالونه ولې ټيپ کړل شوي اؤ يا هاغه خلک څوک وؤ دکومو دټيليفون څارنه به چې کيده؟
دسترې محکمې دجج جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې جوړ درې کسيز بينچ ته دغه ريکارډ دشورو په ورځ وړاندې کړل شوى، دسترې محکمې دغه بينچ داستخباراتي ادارو له لوري دټيليفون کالونو دټيپ کولو په اړه دخبرونو پخپله داخستل شوي نوټس اوريدنه کوي.
عدالت ته وئيل شوي دي چې يواځې دمئ په مياشت کې خواؤشا ٧٠٠٠ ټيليفوني کالونه ټيپ کړل شوي دي.
ډپټي اټارني جنرل ساجد الياس بهتي په يوه تړل شوې لفافه کې دغه شميره دشورو په ورځ دسترې محکمې بينچ ته وړاندې کړې ده.
دعدالت له لوري وئيل شوي چې سږکال دفرورۍ په مياشت کې 6,523، دمارچ په مياشت کې 6,742، داپريل په مياشت کې 6,742 اؤ دمئ په مياشت کې 6,956 دفون کالونه ټيپ کړل شوي وؤ.
ډپټي اټارني جنرل ساجد الياس عدالت ته اپيل کړى چې جمع کړل شوي تفصيلات دې عام منظر ته نۀ راوړي اؤ ددغه معاملې اوريدنه دې په بنده کمره يا چيمبر کې وکړل شي.
عدالت ډپټي اټارني جنرل ته وويل دانټلي جنس ادارې داړونده چارواکو ترڅنگ دې پيش شي اؤ دې لړ کې دې بينچ خبر کړي، دکوم څخه وروستو به چې دا پريکړه کولى شي چې اوريدنه بايد په بنده کمره کې وشي اؤ که نه.
په ډاگه دې وي چې دټيليفوني کالونو دټيپ کولو دمعاملې نوټس په کال ١٩٩٦ء کې دهاغه وخت مشر قاضي سجاد علي شاه اخستى ؤ، خو دبيلا بيلو وجوهاتو له امله يې داوريدنې لړۍ دوامداره نۀ وه پاتې شوې.
جسټس ثاقب نثار وئيلي دي ددې معامله داهميت ددې خبرې څخه اندازه لگيدى شي چې دملک دچيف جسټس دفون دټيپ کولو کوشش هم شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG