لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوروستي ترهه گر تر خاتمې به جنگ روان وي،دپاکستان صدر


 دپارلمان گډې غوندې ته دوينا په مهال پاکستاني صدر ممنون حسين وويل چې دترهه گرو دله مينځه وړلو په معامله ټول قام يو موټى دى.
دپارلمان گډې غوندې ته دوينا په مهال پاکستاني صدر ممنون حسين وويل چې دترهه گرو دله مينځه وړلو په معامله ټول قام يو موټى دى.

دپاکستان صدر ممنون حسين وئيلي دي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه به دوروستي ترهه گر خاتمې پورې روانه وي.
دپاکستان صدر دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې پوځ يې دتيرکال راهسې په دوؤ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې په مجموعي توگه د25,00ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.
څيړونکي وائي که هر څو ددغو عملياتو څخه وروستو دپاکستان مجموعي امنيتي وضعه تر يو حده ښه شوې خو دتيرو څو مياشتو راهسې ترهه گرو دپيښور، لاهور، کوئټې اؤ کراچۍ په گډون بيلا بيلو ښارونو کې خپلو خونړو حملو کې يوځل بيا چټکتيا راوستې چې ترې څرگنديږي ترهه گر لا اوس هم دلويو حملو کولو توان لري.
دپارلمان گډې غوندې ته دوينا په مهال پاکستاني صدر ممنون حسين وويل چې دترهه گرو دله مينځه وړلو په معامله ټول قام يو موټى دى.
هغه وويل چې دبلوچستان اؤ قبائيلي سيمو په گډون دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې ترهه گر دمسلمانانو بيلا بيلې فرقې اؤ اقليتونه په نخښه کوي، صدر وويل چې بيلا بيلو فرقو سره تعلق لرونکي خلک اؤ اقليتونه دپاکستان يو شان وگړي دي اؤ هغوي ته به تحفظ ورکولى شي.
ممنون حسين دقبائيلي سيمو څخه دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو دستنولو په اړه دحکومت په لوري تر دې مهاله په پورته شوؤ گامونو اطمينان څرگند کړو خو وې وئيل چې دشمالي وزيرستان دبې کوره شوؤ خلکو دبحالۍ لپاره حکمت ته دنور پام گرځولو اړتيا ده.
دپاکستان پوځ تير کال شمالي وزيرستان کې په ١٥م جون وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو کوششونه ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دترسره شوې هاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې لږ ترلږه ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.
ددغو عملياتو له امله قبائيلي سيمې څخه تر ١٠ؤ لکو خلکو کډې کړي اؤ دزياترو دخيبرپښتونخوا محفوظو سيمو اؤ دکډوالو کيمپونو ته ځانونه رسولي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG