لاس رسیدونکی لینک

داسفنديار لخوا بيا دسره انتخاباتو لپاره حکومت څخه دمستعفي کيدو غوښتنه


پيښور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اسفنديارولي وويل ترڅو چې موجوده حکومت په اقتدار کې وي ، تر هغې صوبه کې روڼ انده ټولټاکنې نۀ شي ترسره کيدى.

پاکستان کې دقام پرست سياسي گوند عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفنديارولي خان صوبه کې بيا دبلدياتي اؤ صوبائي انتخاباتو لپاره دشورو په ورځ خيبرپښتونخوا کې دواکمن سياسي گوند تحريک انصاف څخه دمستعفي کيدو غوښتنه کړې ده.
پيښور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اسفنديارولي وويل ترڅو چې موجوده حکومت په اقتدار کې وي ، تر هغې صوبه کې روڼ انده ټولټاکنې نۀ شي ترسره کيدى.
په ياده دې وي چې مئ،٢٠١٣م کې پاکستان کې دعامو انتخاباتو دترسره کيدو وروستو دپي ټي ائي مشر عمران خان هم نگران حکومت، اليکشن کميشن اؤ دهاغه وخت چيف جسټس افتخار چوهدري په منظمه دهاندلۍ تورن کړي وؤ اؤ هيواد کې يې بيا دسره دبې پلوه انتخاباتو ترسره کولو لپاره دنوازشريف دموجوده مرکزي حکومت څخه دمستعفي کيدو غوښتنه کړې وه.
داى اين پي مشر دنگران حکومت په څارنه کې بيا دسره دصوبائي اؤ بلدياتي انتخاباتو دترسره کولو غوښتنه وکړه اؤ په دې خبره يې ټينگار وکړو چې دپاکستان انتخاباتي کميشن دې مضبوط کړى شي.
اسفنديارولي خان دتحريک انصاف دمشر عمران خان په مخاطب کولو سره وويل” زۀ دکپتان څخه پوښتنه کوول غواړم چې کله چې دپنجاب دانتخاباتو خبره راځي نو تۀ وائي چې نجم سيټهي اؤ نوازشريف ذمه وار دى، خو اوس چې پخپله منې چې خيبرپښتونخوا کې دهاندلي شوې نو وائې چې اليکشن کميشن ذمه وار دى“
په ٣٠مه مئ دپاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه کې بلدياتي انتخابات ترسره شوي چې پکې وټرانو خپل درايې حق استعمال کړى ؤ خو په دغه مهال داړي گړي ، نښتو اؤ تشدد پيښو کې گڼ شمير کسان مړۀ شوي وؤ اؤ ژوبل شوي وؤ.
دانتخاباتو دترسره کيدو وروستو اليکشن کميشن اؤ صوبائي حکومت دبدنظمۍ اؤ بدامنۍ لپاره يو بل ذمه وار گرځولي وؤ خو دعوامي نيشنل پارټۍ مشر وويل چې دامنيت دپځايې ساتلو ذمه واري داليکشن کميشن نه بلکې دصوبائي حکومت وه.
دپي ټي ائي مشر عمران خان تيره ورځ دمخالفو گوندونو له لوري دبلدياتي انتخاباتو په مهال ددهاندلۍ دتورونو په شکايت کولو صوبه کې يوځل بيا دپوځ په څارنه کې دبلدياتي انتخاباتو دترسره کولو وړانديز کړى ؤ، خو اسفنديار وويل چې دموجوده(صوبائي) حکومت لاندې ازادانه اؤ شفاف انتخابات نۀ شي ترسره کيدى که دغه انتخابات دپوځ په څارنه کې ولې نۀ وي.

XS
SM
MD
LG