لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چاته به دپردې تر شا دجگړې اجازه نۀ ورکوؤ،جنرل راحيل


” زمونږ دښمن هيواد کې دترهه گرو په ملاتړ کولو سره وسله وال ټکر ته هوا ورکوي اؤ هيواد بې ثباته کول غواړي خو ددښمن ناوړو ارادو ته دماتې ورکولو لپاره زمونږ اراده پخه ده “
” زمونږ دښمن هيواد کې دترهه گرو په ملاتړ کولو سره وسله وال ټکر ته هوا ورکوي اؤ هيواد بې ثباته کول غواړي خو ددښمن ناوړو ارادو ته دماتې ورکولو لپاره زمونږ اراده پخه ده “

دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي پاکستان په نورو هيوادونو کې دپردې تر شا دجگړې په ضد دى اؤ نورو هيوادونو ته به هم پاکستان کې دپردې تر شا دجگړې کولو اجازه نۀ ورکوي.

دغه څرگندونې جنرل راحيل شريف نيشنل ديفنس يونيورسټۍ کې دوينا په مهال کړي دي.

هغه وويل زمونږ دښمن هيواد کې دترهه گرو په ملاتړ کولو سره وسله وال ټکر ته هوا ورکوي اؤ هيواد بې ثباته کول غواړي خو ددښمن ناوړو ارادو ته دماتې ورکولو لپاره زمونږ اراده پخه ده

ددې ترڅنگ دپاکستان اؤ هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په اړه جنرل راحيل دپاکستان دا دريځ يوځل بيا تکرار کړى چې کشمير اؤ پاکستان ديو بل څخه نۀ شي بيليدى.

دهغه وينا وه سيمه کې دتلپاتې امنيت دټينگښت لپاره دملگرو ملتونو دقراردادونو لاندې دکشميري اولس دخواهشاتو سره سم دکشمير دستونزې هوارى غواړي.

دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف له لوري نورو هيوادونو ته پاکستان کې دپردې تر شا دجگړې داجازې دنۀ ورکولو دغه بيان وروستو له هغې مخې ته راغلې چې تيره اوونۍ دهند ددفاع وزير پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې هغوي به دترهه گرۍ مخنيوي لپاره ترهه گر استعمالوي.

دهند ددفاع دوزير په دغه بيان پاکستان سختې انديښنې څرگندې کړې وې

د هند لخوا داسې تورونه لگي چې پاکستان يې په هيواد کې دبې ثباتۍ پيدا کولو لپاره لانجمنه سيمه کشمير کې په پټه دهندي پوځ په ضد دبيلتون خوښو جنگيالو ملاتړ کوي خو اسلام اباد بيا دغه ډول تورونه په سختۍ سره ردوي.

قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په اړه دپاکستاني پوځ سرلښکر دعوه وکړه چې په دغو عملياتو کې يې ديادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي اؤ اوس په ښاري سيمو کې دتندلارو په ضد دعملياتو وخت رارسيدلى دى.

دافغانستان پولې ته نزدې په غرييزه سيمه شمالي وزيرستان ايجنسۍ به دطالب جنگيالو واک ؤ خو دپاکستان پوځ دغلته تيرکال دجون په مياشت کې پوځي عمليات پيل کړي وؤ اؤ ددغه قبائيلي سيمې زياتره برخه يې تر خپل واک لاندې راوستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG