لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : وسله والو ٩ کارکوونکي وژلي


 دنهې په ورځ چارواکو وئيلي دي چې بلخ صوبه کې دشپې ناوخته رامينځته شوې دې پيښه کې وژل شوؤ کې يوه ښځه هم شامل ده.
دنهې په ورځ چارواکو وئيلي دي چې بلخ صوبه کې دشپې ناوخته رامينځته شوې دې پيښه کې وژل شوؤ کې يوه ښځه هم شامل ده.

دافغانستان شمالي برخه کې نامعلومو وسله والو په ډزو سره ديو غير حکومتي تنظيم نهه کارکوونکي وژلي دي.

دنهې په ورځ چارواکو وئيلي دي چې بلخ صوبه کې دشپې ناوخته رامينځته شوې دې پيښه کې وژل شوؤ کې يوه ښځه هم شامل ده.

دولايتي کليوالې پرمختيا دمحکمې ډائريکټر عبدالباسط ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې بريد دشپې دوه بجې دبلخ ولايت په هاغه مهال رامينځته شوه کله چې کارکوونکي پخپلو کمرو کې اودۀ وؤ اؤ وسله وال پرې ناڅاپي ورننوتل.

دافغانستان دکورنو چارودوزارت وياند صديق صديقي يو بيان کې وئيلي دي چې وژل شوؤ کې ٧ مزدوران اؤ دوه ساتونکي شامل دي.

وئيل کيږي ددغو کسانو تعلق ديو غيرسرکاري تنظيمپيپل ان نيډ سره دى کوم چې دکرکيلې څانگه کې کار کوي.

تر دې مهاله ددې بريد پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو دغه سيمه کې دطالبانو له لوري اوسنو اوونو کې په امنيتي ځواکونو اؤ حکومتي ودانو پرله پسې دبريدونو پيښې رامينځته شوي دي.

داپريل په مياشت کې دبلخ مرکزي ښار مزار شريف کې دپوځ په دريشۍ کې طالب جنگيالو دصوبائي استغاثې په دفتر بريد کړى ؤ چې پکې ١٠ کسان وژل شوي اؤ د٦٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ.

دطالبانو له لوري سږکال دسپرلي دروايتي جگړې داعلان څخه وروستو ټول افغانستان کې په امنيتي ځواکونو اؤ حکومتي ودانو بريدونو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG