لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان:د ډرون بريد کې څلورمشکوک وسله وال وژل شوي


د وژل شوؤ کسانو پېژندگلو نه ده شوې ، او د بريد وروستو هم ډرون الوتکې په سيمه دپاسه گرځېدلې .
د وژل شوؤ کسانو پېژندگلو نه ده شوې ، او د بريد وروستو هم ډرون الوتکې په سيمه دپاسه گرځېدلې .

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د امريکايي بې پائيلټه ډرون الوتکې په بريد کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي .

د امنيتي سرچينو ترمخه د افغانستان سره په پوله د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال تحصيل کې د ډرون بريد د گل په ماښام شوی دی .

د سرچينو ترمخه ډرون په شوال سيمه په يو گاډي دوه ميزائيلي داغلي ، چې په نتيجه کې يې گاډي کې ناست څلور مشکوک وسله وال وژل شوي ، او گاډی په مکمله توگه تباه شوی دی .

د راپورونو ترمخه د وژل شوؤ کسانو پېژندگلو نه ده شوې ، او د بريد وروستو هم ډرون الوتکې په سيمه دپاسه گرځېدلې .

شمالي وزيرستان کې د ډورن تازه بريد په داسې مهال شوی ، چې د پاکستان د پوځ مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار لخوا د گل په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، د اتوار او گل په منځنۍ شپه کې په دته خېل سيمه کې د پوځ په ځمکنو عملياتو کې ۱۲ ترهگر وژل شوي دي .

په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د تېر کال جون د مياشتې راهسې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، اوچارواکي ادعا کوي چې تراوسه پورې ترسره شوؤ عملياتو کې زياتره سيمه د وسله والو څخه پاکه کړی شوې ده .

پاکستان په خپله خاوره تل د ډرون بريدونوغندنه کړې او د خپلې خودمختارۍ په ضد يې گڼي ، خو امريکا د ډرون دفاع کوي او د ترهگرۍ په ضد يې موثره وسله گرځوي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG