لاس رسیدونکی لینک

په مياافتخارحسېن د فشار لاندې مقدمه درج کړی شوې


مياافتخارحسېن هم په دغه مهال مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، " زه د چا د وژلو سوچ نه شم کولی زما خپل زويې وژل شوی دی ".

د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې د وژل شوي غړي حبيب الله پلار شېرعالم وئيلي ، هغه د فشار لاندې راوستل شوی ؤ چې د زويې د وژنې مقدمه د عوامي نيشنل پارټۍ (ای اېن پي) د مشرسېکتر مياافتخارحسېن په ضد درج کړي .

مياافتخارحسېن چې د اتوار په ورځ د نوښار پوليسو د پي ټي ائي د يو غړي د وژني په تور کې نيولی ، او نن يې په دويمه ورځ عدالت ته وړاندې کړی دی .

د کېس اورېدنې په مهال د پي ټي ائي د وژل شوي غړي حبيب الله پلار شېرعالم د عدالت نه بهر مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، مياافتخار او د هغه ساتونکی يې د زويې په وژنه کې نه دي ککړ ، او هغه د فشار لاندې راوستل شوی ؤ چې د مياافتخار حسېن په ضد اېف ائي ار درج کړي .

د عدالت نه بهر د ای اېن پي گڼ شمېر غړي او مشران هم راجمع وو ، د مياافتخار په حق کې او د پي ټي ائي د صوبايي حکومت په ضد يې نعرې وهلې .

مياافتخارحسېن هم په دغه مهال مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، " زه د چا د وژلو سوچ نه شم کولی زما خپل زويې وژل شوی دی ".

نوموړي ووئيل په دغه کېس کې دې د پي ټي ائي د مشر عمران خان نه هم پلټنې وشي او زياته يې کړه زه به هڅه کوم چې حبيب الله ته انصاف مېلاؤ شي .

عدالت مياافتخار د صبا پورې پوليس ته په جوډيشل ريمانډ ورکړی ، او د نوموړي وکيل لطيف افريدي د هغه د ضمانت دپاره خواست جمع کړی او صبا به د کېس بيا اورېدنه کيږي .

د ای اېن پي مشر سېکتر د اتوار په ورځ وروستو د هغې پوليسو نيولی ؤ ، چې کله د نوښار ضلعې په پبو سيمه کې د پي ټي ائي پلويانو په بلدياتي انتخاباتو کې د خپل کانديد په گټه خوشحالۍ کولې ، او د ای اېن پي د دفتر مخې ته ورغلی او په دغه مهال ډزې شوې وې او د پي ټي ائي يو تن پکې وژل شوی ؤ .

وروستو د وژنې مقدمه د مياافتخارحسېن او د هغه د ساتونکي په ضد درج کړی شوې او پوليسو مياافتخار سره د ساتونکي نيولی ؤ .

وزيراعظم نوازشريف د مياافتخارحسېن په گرفتارۍ اندېښنه څرگند کړی ، او د پيپلزپارټۍ د شريک چيئرمېن او پخواني صدر اصف علي زرداري په گډون د مختلفو سياسي گوندونو لخوا د مياافتخارحسېن د نيولو غندنه شوې وه .

د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان د مياافتخارحسېن نيول په سختو ټکو کې غندلي او دا يې سياسي انتقام گرځولی ؤ .

بل لور ته تېره ورځ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د حکومتي واکمنه گوند تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي ، د صوبې حکومت يې د مياافتخارحسېن د نيولو امر نه دی کړی او زياته کړې يې ده پوليسو د قانون مطابق کار کړی دی ، او د پوليس تفتيش به مني .

په خېبرپښتونخوا کې د خالي په ورځ ترسره شوؤ بلدياتې انتخاباتو کې د تشدد پېښې رامنځته شوې چې پکې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او د ۸۰ پورې نور ژوبل شوي وو .

د دې ترڅنگ د انتخاباتو په مهال په گرده صوبه کې په غټه کچه بدانتظامي ليدل شوې او په پي ټي ائي د درغلۍ تورونه هم لگېدلي دي .

عمران خان وئيلي د بدانتظامۍ دې چېف الېکشن کمشنر پلټنې وکړي ، او څوک چې په پي ټي ائي د درغلۍ تورونه پورې کوي الېکشن ټربيونل ته دې لاړ شي .

XS
SM
MD
LG