لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک اوکوهاټ کې دبلدياتې انتخاباتوسره اړونده پېښوکې۱۱ کسان وژل شوي


د ټانک د ضلعې روغتون چارواکو پخلی کړی ، چې روغتون ته اته مړي او ۱۶ ژوبل کسان راوړل شوي دي .
د ټانک د ضلعې روغتون چارواکو پخلی کړی ، چې روغتون ته اته مړي او ۱۶ ژوبل کسان راوړل شوي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په ټانک ضلع کې په بلدياتي انتخاباتو کې د يو کامياب شوي کونسلر په کور د خوشحالۍ کولو په مهال بريد شوی چې په نتيجه کې يې لږ ترلږه اته کسان وژل شوي ، او ۱۶ نور ژوبل شوي دي .

د ډزو بله پېښه په کوهاټ ضلع کې رامنځته شوې ، چې پکې درې کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي .

د ټانک ضلعې د چارواکو په وينا دغه پېښه تېره شپه ناوخته په حېدر نومې کلي کې رامنځته شوې ، او د غېرسرکاري نتيجو ترمخه د کامياب شوي کونسلر ولي خان په کور د خوشحالۍ کولو دپاره دستوره راجوړه شوې وه ، چې د بهر نه پرې نامعلومو کسانو لاسي بم ويشتی او ډزې يې پرې کړي دي .

د ټانک د ضلعې روغتون چارواکو پخلی کړی ، چې روغتون ته اته مړي او ۱۶ ژوبل کسان راوړل شوي دي .

د ډزو پېښه کې کامياب شوی کونسلر ولي خان روغ پاتې شوی دی .

د ټانک ضلعې د پوليس مشر اېس پي کفايت الله وزير وايس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ، دغه انښته د دوه قبيلو ترمينځ شوې ، او مړي ژوبلې پکې شوي دي . نوموړي وئيلي د پېښې په اړه پلټنې پېل کړی شوي دي .

د پېښې د عېني شاهدينو په وينا د ډزو نه شپږ ساعته وروستو پوليس موقعې ته ورغلي دي .

بل لور ته راپورونه وايي چې د طالبانو د حکيم الله محسود ډلې د بريد پړه په سر اخيستې ، او وئيلي دي په کونسلر ولي خان يې دغه بريد کړی دی .

د راپورونو ترمخه کوهاټ کې هم د ډزو پېښه په داسې مهال رامنځته شوې ، چې په يو کامياب شوي کانديد زېب الله باندې ډزې شوي ، او په دغه پېښه کې درې کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شو ي دي .

په دغه پېښه کې هم کانديد روغ پاتې شوی او نور کسان ورسره لگېدلي دي .

د خالي په ورځ خېبرپښتونخوا کې بلدياتي انتخابات ترسره شوي ، چې پکې د انتخاباتو په ورځ هم د تشدد پېښې رامنځته شوې ، ۱۰ کسان پکې وژل شوي او د ۸۰ پورې نور ژوبل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG