لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيراعظم په گډون سياسي مشرانو دمياافتخار د نيولو غندنه کړې


د ای اېن پي مشرسېکتر مياافتخارحسېن پوليسو د پي ټي ائي د يو غړي د وژنې په تور کې نيولی دی .
د ای اېن پي مشرسېکتر مياافتخارحسېن پوليسو د پي ټي ائي د يو غړي د وژنې په تور کې نيولی دی .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د عوامي نيشنل پارټۍ (ای اېن پي)د مشرسېکترميا افتخارحسېن په نيولو اندېښنه څرگند کړې ، د پيپلزپارټۍ شريک چيئرمېن او پخواني صدر اصف زرداري يې غندنه کړې ، او اسفنديارولي خان د مياافتخار د نيولو د غندنې کولو سره دغې کار ته سياسي انتقام وئيلي دي .

وزيراعظم نوازشريف د مياافتخارحسېن په نيولو او هغه سره په بدسلوکۍ اندېښنه څرگند کړې ، او د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر او نورو خفيه ادارو نه يې د پېښې رپورټ طلب کړی دی .

د پاکستان پيپلزپارټۍ شريک چيئرمېن او پخواني صدر اصف علي زرداري د مياافتخارحسېن په نيولو د غندني په بيان کې وئيلي ، د خېبرپښتونخوا د پاکستان تحريک انصاف(پي ټي ائي) وزيراعلی پروېزخټک دې د طاقت په نشه سترگې نه پټوي، او د سياسي انتقامي کارروايانو نتيجې دې مخې ته کړي .

نوموړي وئيلي د مياافتخار نيول د آمرانه سوچ عکاسي کوي ، اصف زرداري دمياافتخار او د پيپلزپارټۍ د نيول شوي پخواني صوبايي وزير لياقت شباب په فوري توگه د خوشي کولو غوښتنه هم کړې ده .

د ای اېن پي مشرسېکترمياافتخارحسېن پوليسو د پي ټي ائي د يو غړي د وژنې په تور کې نيولی ، او نن يې د اتوار په ورځ يې عدالت ته وړاندې کړی او د هغه د يوې ورځې جسماني ريمانډ يې اخيستی دی .

دمیاافتخار حسین گرفتاري وروستو له هغې په عمل کې راوستل شوه کله چې د میا افتخار په پلرني کلي د نوښار په پبو سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف د ضلعی کونسل کاندید په بلدیاتي انتخاباتو کې دای این پی کاندید ته ماتې ورکړه اؤ د پی ټی ایی ورکرانو د خپل کاندید د گټې په خوشحالۍ کې د عوامي نیشنل پارټۍ د دفتر مخې ته د خوشحالۍ په توگه هوایي ډزې کولې .

د عېني شاهدينو په وينا دا تراوسه نه ده معلومه چې د پي ټي ائي غړی د خپلو ملگرو په ډزو وژل شوی که دمخالف لوري څخه پرې ډزې شوي دي؟

پوليسو په مياافتخارد قتل مقدمه درج کړې او هغه يې د ساتونکي سره نيولی ، خو مياافتخار د دغه وژنې سره لاتعلقې ښودلې ده .

نوموړي د عدالت د پېشۍ په مهال ميډيا سره په خبرو کې وئيلي ، د پي ټي ائي غړو پرې يرغل کړی او که پوليس او پوځ نه وی راغلی ، د پي ټي ائي غړو به وژلی ؤ ، هغه زياته کړې تحريک انصاف دې په خپل حکومت کې دومره ظلم وکړي چې څومره زغملی شي .

دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان د میاافتخار حسین دنیول کیدو په سختو ټکو کې غندنه کړې او دا یې یو سیاسي انتقام گرځولی .

وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې اسفندیار ولي خان وویل "د چاچې خپل یک یو بچی په گولۍ خپل ژوند بائیللی وي هغه به څنگه دبل بچی په گولۍ اوولی ؟"

اسفندیار ولي خان وویل دا دتحریک انصاف سیاسي چالونه دي اؤ غواړي چې په دې طریقه به خپل سیاسي مخالفین وويروي .

بل لور ته په خېبرپښتونخوا کې د حکومتي واکمنه گوند تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي ، د صوبې حکومت يې د مياافتخارحسېن د نيولو امر نه دی کړی او زياته کړې يې ده پوليسو د قانون مطابق کار کړی دی ، او د پوليس تفتيش به مني .

نوموړي د مياافتخار نيولو ته په سياسي انتقام وئيلو په مرکزي حکومت او پخواني صدراصف علي زرداري هم سختې نيوکې کړي دي .

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د خالي په ورځ بلدياتي انتخابات ترسره شوي ، چې پکې د تشدد پېښې رامنځته شوي او لږ تر لږه نهه کسان پکې وژل شوي او د ۸۰ پورې نور ژوبل شوي وو .

د دې ترڅنگ په انتخاباتو کې د بدانتظامۍ د پېښو سره د مختلفو سياسي گوندونو لخوا د پي ټي ائي په حکومت د درغلۍ کولو تورونه هم لگېدلي دي .

عمران خان وئيلي د بدانتظامۍ دې چېف الېکشن کمشنر پلټنې وکړي ، او څوک چې په پي ټي ائي د درغلۍ تورونه پورې کوي الېکشن ټربيونل ته دې لاړ شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG