لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان صدر اشرف غني پاکستان نه دحقاني شبکې په ضد دکارروائۍ غوښتنه


په خط کې غوښتنه شوې چې پاکستان دې د حقاني نېټ ورک په ضد عمليات وکړي
په خط کې غوښتنه شوې چې پاکستان دې د حقاني نېټ ورک په ضد عمليات وکړي

افغان چارواکو وئيلي چې صدر اشرف غني پاکستاني چارواکو ته په لېږلي يو خط کې غوښتنه کړې ، چې په خپله خاوره موجود طالب مشران ونيسي ، او د انصاف کټهرې ته يې راولي .

د راپورونو ترمخه د افغان حکومت سرچينو پخلی کړی دغه خط چې افغان صدر پاکستاني چارواکو ته لېږلی کره نېټه يې نه ده معلومه ، خو د پاکستان نه پکې غوښتنه شوې چې د کوئټې او پېښور د طالبانو د شورا مشران ونيسي او عدالتونو ته يې وړاندې کړي .

سرچينو وئيلي په خط کې غوښتنه شوې چې پاکستان دې د حقاني نېټ ورک په ضد عمليات وکړي او ترهگريزو پېښو کې ککړ عناصر دې د قانون منگولو ته راولي .

په خط کې دا غوښتنه هم شوې چې پاکستان دې په رسمي ډول افغانستان کې د طالبانو د بريدونو غندنه وکړي ، او جهگړو کې ژوبل جنگيالي چې پاکستان له علاج ته تلي افغانستان ته دې حواله کړي .

په خط کې د پاکستاني چارواکو نه غوښتل شوي چې هغه توکي کوم چې په بمونو کې کارول کيږي او د افغان حکومت مخالفه وسله والو لاسونو ته رسي ، لکه (امونيم نائټرېټ سره) چې وسله وال يې په بمونو کې کاروي هغه دې ودرول شي .

د افغان سرچينو ترمخه په خط کې د پاکستاني چارواکو نه دا هم غوښتل شوي چې د دواړو هېوادونو امنيتي ځواکونه دې په يو وخت د افغان او پاکستاني طالبانو په ضد عمليات ترسره کړي .

د پاکستان د حکومت لخوا يا کوم حکومتي چارواکي په رسمي ډول د دغې خط په اړه پخلی نه دی کړی . خو د سرچينو ترمخه يو پاکستاني چارواکي وئيلي ، د تېر په پرتله د دواړو هېوادونو ترمينځ سفارتي، امنيتي او سياسي اړيکې ډېرې ښې شوي دي .

د افغان صدر لخوا دغه خط په داسې مهال ليکل شوی چې په وروستيو کې په افغانستان کې د حکومت مخالفه وسله والو لخوا په دغه هېواد کې ترهگريز بريدونه سېوا شوي دي .

او د افغان صدر لخوا پاکستاني چارواکو ته د خط لېږلو دغه خبر په داسې وخت مخې ته راغلی چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د استخباراتې ادارې (ائي اېس ائي) او د افغانستان د ملي امنيت د رياست (اېن ډي اېس) ترمينځ د ېوې مهاهدې لاس ليک کېدو په سر د افغانستان په پارليمان او نور حلقو کې په دغه خبره تاؤده بحثونه پېل شوي دي .

په روانه مياشت کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف او د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د افغانستان په دوره ورغلي او د صدر اشرف غني سره يې ليدل ؤ.

کابل کې د لوړې کچې د غونډې وروستو مشرانو په دواړوه هېوادونو کې د ترهگرۍ د شريکې خطرې د خاتمې او د هېوادونو د خوندي کولو ژمنه کړې وه .

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پې ار لخوا د خالي په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې وزيراعظم نوازشريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په اسلام اباد کې د استخباراتي ادارې (ائي اېس ائي) مرکزي دفتر ورغلي او د ائي اېس ائي ډائريکټر جنرال رضوان اختر سره يې ليدلي دي .

د ائي اېس پي ار ترمخه د ائي اېس ائي مشر ـ وزيراعظم او د پوځ سرلښکر ته په ملک کې دننه او بهرنو چېلنجونو او په ملک کې د ترهگرۍ په ضد روانو عملياتو باندې احوال تېر کړی دی .

د بيان ترمخه په دغه مهال وزيراعظم نوازشريف وئيلي ترهگري او انتهاپسندي په ملک کې د ترقۍ په لارکې غټ خنډ جوړ دی .

نوموړي عزم څرگند کړی چې په گډه به د دښمن منصوبو ته ماتې ورکوؤ که د دې دپاره هرډول قيمت ورکول وي .

د پاکستان سياسي او پوځي مشرتابه د هند د دفاع وزير منوهر پاريکرپه هغه بيان هم سختې اندېښنې څرگند کړي په کوم کې چې هغه وئيلي ؤ د ترهگرۍ په ضد به هند ترهگري کاروي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG