لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او زمبابوی ترمينځ درېم او اخرنی مېچ بې نتيجې ختم


د پاکستان او زمبابوی کرکټ ټيمونو ترمينځ د يو ورځنو درېو مېچونو د سيريز اخرنی مېچ د باران له کبله بې د کومې نتېجې ختم شو .
د پاکستان او زمبابوی کرکټ ټيمونو ترمينځ د يو ورځنو درېو مېچونو د سيريز اخرنی مېچ د باران له کبله بې د کومې نتېجې ختم شو .

د پاکستان او زمبابوی کرکټ ټيمونو ترمينځ د يو ورځنو درېو مېچونو د سيريز اخرنی مېچ د باران له کبله بې د کومې نتېجې ختم شو .

د اتوار په ورځ د لاهور په قذافي سټيډيم کې د دغې مېچ ټاس پاکستان گټلی او په لمړی بيټنگ کې يې زمبابوی ته په نهه لوبغاړو سوځېدو د ۲۹۷ رنزونو هدف ورکړی ؤ .

د پاکستان په ځواب کې د زمبابوی ټيم په نهه اوورو کې بې د کوم لوبغاړي اؤټ کېدو ۶۸ رنزونه جوړ کړل ، خو د باران له کبله مېچ ختم کړی شو . له دې وړاندې د تېزې سيلۍ راتلو له وجې مېچ ودرول شوی او د ۴۶ اوورو لوبې کولو سره هدف ۲۸۱ رنزونو ته راوستل شوی ؤ .

د درېو يو ورځنو مېچونو په سيريزکې چې د وړاندې کوربه ټيم دوه مېچونو گټلي او سيريز يې په خپل نوم کړی ؤ ، په سيريز کې پاکستان زمبابوی ته په 2-0 سره ماتې ورکړه .

د پاکستان د ټيم کپتان اظهرعلي د سيريز غوره لوبغاړو وگرځول شو .

قذافي سټيډيم کې د اتوار په ورځ د دواړو ټيمونو مېچ په داسې مهال شوی ، چې د جمعې په ورځ د گراؤنډ سره نزدې يوه خودکش چاؤدنه شوې وه او دوه کسان پکې وژل شوي وو، او په هغه دوران کې په ميدان کې لوبه هم روانه وه .

نن د ترسره مېچ دپاره لاهوراو په ځانگړې د قذافي سټيډيم سره خواؤشا سخت امنيتي گامونه پورته کړی شوي وو .

د يو ورځنو مېچونو د سيريز نه وړاندې پاکستان د ټي ټيونټي د دوه مېچونو په سيريز کې هم زمبابوی ته په 2 – 0 ماتې ورکړې وه .

د پاکستان په لاهور ښار کې په کال ۲۰۰۹م کې د سري لنکا په کرکټ ټيم د بريد نه پس کوم نړيوال کرکټ ټيم پاکستان ته په دوره نه ؤ راغلی ، د ټيسټ مېچ لوبؤنکي ټيم زمبابوی دا لمړۍ دوره ده ، چې د لاهور د پېښې وروستو پاکستان ته راغلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG