لاس رسیدونکی لینک

میا افتخارحسین د سیاسي ورکر د وژنې په تور ګرفتار


خوعیني شاهدان داهم وایي چې دا تراوسه نه ده معلومه چې دغه سړی د خپلو ملګرو په ډزو وژل شوی که دمخالف لوري څخه پرې ډزې شوي دي

دخیبر پښتونخوا دا‌‌طلاعاتو پخوانی وزیر اؤ دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي سترسکتر میا افتخار حسین پولیسو دپاکستان تحریک انصاف د یو ورکر د وژنې په تور نیولی اؤ دهغه په ضد یې د قتل مقدمه درج کړې ده.

دعوامی نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان وایي دادانصافیانو نوې پښتونخوا ده چې اوس به پکې خپل سیاسي مخالفین د زندانونو شاته اچوي.

دمیاافتخار حسین ګرفتاري وروستو له هغې په عمل کې راوستل شوه کله چې دمیا افتخار په پلرني کلي دنوښار په پبو سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف دضلعی کونسل کاندید په بلدیاتي انتخاباتو کې دای این پی کاندید ته ماتې ورکړه اؤ د پی ټی ایی ورکرانو د خپل کاندید دګټې په خوشحالۍ کې د عوامي نیشنل پارټۍ د دفتر مخې ته د خوشحالۍ په توګه هوایي ډزې کولې .

عیني شاهدان وایي په دغه مهال ډزو کې د پاکستان تحریک انصاف سره تړاؤ لرونکی یو شخص په ګولۍ د لګیدو له امله مړ شو.

خوعیني شاهدان داهم وایي چې دا تراوسه نه ده معلومه چې دغه سړی د خپلو ملګرو په ډزو وژل شوی که دمخالف لوري څخه پرې ډزې شوي دي؟

دتحریک انصاف د سیمه ایزو مشرانو اؤ د وژل شوی شخص د کورنۍ له خوا ددغه وژنې پړه د عوامي نیشنل پارټۍ دمرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین اؤ دهغه د یو ساتونکي جهانګیر پغاړه اچول شوې اؤ دهغوئ په ضد یې د ۳۰۲مقدمه درج کړې ده.

پولیسو د ایف ایي ار درج کولو څخه وروستو میا افتخار حسین اؤ دهغه ساتونکی نیولي دي اؤ ټاکل شوې ده چې نن د اتوار په ورځ به یې محکمې ته وړاندې کوي خو میاافتخار حسین ددغه وژنې سره لاتعلقي ښودلې ده.

میډیا سره خبرو کې میا افتخار حسین وئیلي دي دای این پي کاندید خو الیکشن بائیللی ؤ نو بیا به یې ډزې ولې کولې ؟

هغه وئیلي د یو انسان خو څه چې د یو ځناور د ژوند اخستو سوچ هم نه شي کولی اؤ هیله لري چې سرلوړی به ددغه تور څخه رااوځي.

دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان د میاافتخار حسین دنیول کیدو په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ دایې یو سیاسي انتقام ګرځولی.

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې اسفندیار ولي خان وویل "دچاچې خپل یک یو بچی په ګولۍ خپل ژوند بائیللی وي هغه به څنګه دبل بچی په ګولۍ اوولی ؟"

اسفندیار ولي خان وویل دا دتحریک انصاف سیاسي چالونه دي اؤ غواړي چې په دې طریقه به خپل سیاسي مخالفین وویروي.

هغه وویل زندانونه مونږ دپاره کومه نوې خبره نه ده خو انصافیان دې واوري چې دخپلو ټولو دې عملونو ځواب به ورته ورکول وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي.

     

XS
SM
MD
LG