لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : نښته کې دوه عسکر اؤ پينځه جنگيالي وژل شوي


 دپوځ له لوري دحملې څخه وروستو ترسره شوې ځوابي کارروايۍ کې هم دپينځوؤ جنگيالو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.
دپوځ له لوري دحملې څخه وروستو ترسره شوې ځوابي کارروايۍ کې هم دپينځوؤ جنگيالو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

دشمالي وزيرستان په غلام خان سيمه کې دجمعې په ورځ وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په گاډي ډزې کړي چې له امله يې لږ ترلږه دوه عسکر وژل شوي اؤ يو بل ژوبل شوى دى.

دپوځ له لوري دحملې څخه وروستو ترسره شوې ځوابي کارروايۍ کې هم دپينځوؤ جنگيالو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه تندلارو دامنيتي ځواکونو گاډى هاغه مهال په نخښه کړو کله چې امنيتي ځواکونو سيمه کې دمعمول مطابق گزمه کوله، دپيښې څخه وروستو مړۀ اؤ ژوبل عسکر دميرامشاه هسپتال ته رسول شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان تر څو کلونو القاعده سره دتړلو جنگيالو اؤ پاکستاني طالبانو يوه مضبوطه ځاله پاتې شوې خودغلته دتيرکال دجون دمياشتې راهسې پاکستاني پوځيان تندلارو سره په جگړه بوخت دي

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې د٢٠٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي، دهغوي په سلگونو ځالې يې مينځه وړي اؤ دشمالي وزيرستان زياتره سيمې يې تر خپل واک لاندې راوستي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG