لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت سياسي مشرانو ته اقتصادي لاره کې دبدلون نۀ کيدو باور ورکړى


 غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې هغه قومي معاملې دخبرو اترو له لارې مخ په وړاندې بوتلل غواړي په دې درايې اتفاق غواړي.
غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې هغه قومي معاملې دخبرو اترو له لارې مخ په وړاندې بوتلل غواړي په دې درايې اتفاق غواړي.

دپاکستان دترقۍ اؤ منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال اسلام اباد کې دپاک چين اقتصادي لاره کې دممکنه بدلون په اړه دمخالفو سياسي گوندونو دتحفظاتو دلرې کولو په اړه ټول گونديز کانفرنس ته دحال احوال تيرولو په مهال يوځل بيا باور ورکړى چې اقتصادي لاره کې څه رقم بدلون نۀ کيږي اؤ دغه لاره به دټولو صوبو څخه تيرولى شي اؤ ټولو صوبو ته به ترې يو شان گټه رسيږي.

دپاکستان خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کې قام پرست سياسي گوندونه دپاک چين اقتصادي لارې دممکنه بدلون لړ کې دانديښنو څرگندونه کوي اؤ تور لگوي چې دغه منصوبه کې پنجاب صوبې ته دزياتې گټې رسولو لپاره اقتصادي لاره بدلولى اؤ دپښتونخوا اؤ بلوچستان پسمانده سيمې پکې له پامه غورځولى شي خو دپاکستان مرکزي حکومت بيا دغه تورونه ردوي اؤ وائي چې ددغه منصوبې سره به ټولو صوبو ته يو شان گټه رسيږي.

تيره مياشت دپاکستان ددورې په مهال دچين صدر دپاک چين اقتصادي لارې، بجلۍ دپيداوار اؤ نورو منصوبو لپاره دسرمايه کارۍ په اړه پاکستان سره په تړونونو لاسليکونه کړي وؤ.

دزيارت په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دپاک چين اقتصادي لارې په اړه دمخالفو گوندونو دتحفظاتو لرې کولو په اړه دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ ټول گونديز کانفرنس روان دى چې وفاقي وزيرانو، دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيرانو، عوامي نيشنل پارټۍ، جمعيت علماء اسلام، نيشنل پارټۍ، پيپلز پارټۍ اؤ تحريک انصاف په گډون دمختلفو گوندونو استازي اؤ مشران گډون لري.

غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې هغه قومي معاملې دخبرو اترو له لارې مخ په وړاندې بوتلل غواړي په دې درايې اتفاق غواړي.

نواز شريف وويل چې دپاکستان اؤ چين ملگرتيا دسياست څخه پورته اؤ دټولو گوندونو لپاره يو شان ده.

نواز شريف وويل چې حکومت يې دپاک چين اقتصادي لاره منصوبه روڼ انده کول غواړي.

نوازشريف وويل سياسي مشران دتحفظاتو څرگندولو حق محفوظ لري اؤ زياته يې کړه چې دهغوي دغه تحفظات به لرې کولى شي.

نواز شريف سياسي مشرانو ته مشوره ورکړه چې هغوي ته په قومي معاملو يو شان غږ پورته کول اؤ يو شان دريځ خپلول پکار دي دکوم سره چې به چين ته هم دا پيغام لاړ شي چې ټول پاکستان داقتصادي لارې دمنصوبې په اړه ژمن دى.

دکراچۍ په صفورا گوټهـ سيمه کې تيرو ورځو کې داسماعيليانو په بس شوې حمله کې دککړو کسانو په نيول کيدو وزيراعظم دسندهـ دوزيراعلي ستائينه وکړه اؤ په ډاگه يې کړه چې دغه پيښه کې ککړ ملزمان به هر صورت کې خپل انجام ته رسولى شي.

همدغه شان دمنصوبه بندۍ اؤ ترقۍ وفاقي وزير احسن اقبال پارليماني مشرانو ته دپاک چين اقتصادي منصوبې په اړه دحال احوال تيرولو په مهال وويل چې دپاک چين اقتصادي لارې منصوبه کې دبدلون په اړه بدگمانۍ موجودې دي اؤ وعده يې وکړه چې دغه لاره کې هر رقم بدلون نۀ کيږي بلکې دغه لاره دهيواد دڅلورو واړو صوبو څخه تيريږي.

احسن اقبال دعوه وکړه چې پاک چين اقتصادي لارې سره به ټولو صوبو ته گټه رسيږي اؤ زياته يې کړه چې گوادر به دکاشغر سره ددريوؤ مختلفو لارو په ذريعه تړلى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG