لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د الوتکې تښتولو درې مجرمان تېزندي کړی شو


د سرکاري ميډيا ترمخه په دغو درې واړو کسانو کې شاهسوار او صابررند د حېدراباد او شبير د کراچۍ په جېل کې تيزندي کړی شوی دی .
د سرکاري ميډيا ترمخه په دغو درې واړو کسانو کې شاهسوار او صابررند د حېدراباد او شبير د کراچۍ په جېل کې تيزندي کړی شوی دی .

د پاکستان سندهـ صوبې د کراچۍ او حېدراباد په جېلونو کې نن د زيارت په ورځ د الوتکې تښتولو په جرم کې سزاوار درې کسان تېزندي کړی شوي دي .

دغه درې واړه کسان چې نن تېزندي کړی شو ، دويې په کال ۱۹۹۸م کې د تربت نه کراچۍ ته راتلونکې د پاکستان د قامي هوابازۍ (پي ائي ای) الوتکه هائي جېک کړې وه او په الوتکه کې د ۳۰ نه زيات مسافر سواره ؤ .

د سرکاري ميډيا ترمخه په دغو درې واړو کسانو کې شاهسوار او صابررند د حېدراباد او شبير د کراچۍ په جېل کې تيزندي کړی شوی دی .

د چارواکو لخوا د دغو کسانو تړاؤ د بلوچ اسټوډنټس ارگنائزېشن سره ؤ ، او په دويې تور ؤ چې د هند ايجنټان ؤ .

په کال ۱۹۹۸م کې دغو کسان د تربت نه کراچۍ ته د راتلونکې الوتکې پائلټ ته وئيلي ؤ ، چې الوتکه هند ته بوځي .

د راپورونو ترمخه پائيلټ دويې ته وئيلي ؤ چې الوتکه کې تېل کم دي ، او الوتکه يې د حېدراباد په ايئرپورټ کوزه کړې وه ، او دويې ته يې وئيلي ؤ چې الوتکه يې د هند په گجرات کې کوزه کړې ده .

د شپې ناوخته بيا د دويې په ضد پوځي عمليات شوي او درې واړه کسان نيول شوي وو .

دويې د مرگ د سزا په ضد اپيلونه کړي ، خو ټول رد کړل شوي ، او نن د زيارت په ورځ تېزندي کړی شو .

د راپورونو ترمخه نن د پنجاب صوبې په ساهيوال او سرگودها کې د مرگ دوه سزاوار تيزندي کړی شوي دي .

تېر کال د دسمبر په مياشت کې پېښور کې په ارمي پبلک سکول د طالبانو د حملې وروستو پاکستان کې د تيزندۍ ورکول عملي شوي ، او د هغې وروستو تراوسه پورې د ۱۲۵ پورې مجرمان تېزندي کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG