لاس رسیدونکی لینک

هند : دسختې گرمۍ له امله دمړو شمير1100ؤ څخه اوښتى


دهند جنوبي برخه دگرمې ددې څپې څخه زياته اغيزمنه شوې ده، په مړو شوؤ کې زياتره دپوخ عمر خلک، مزدوران يا بې کوره کسان شامل دي.

هند کې دگرمۍ څپه روانه ده چې له امله يې تر دې مهاله دمړو شوؤ کسانو شميره ١١٠٠ؤ څخه اوښتې ده اؤ دموسمياتو محکمې په دغه هيواد کې راتلونکو څو ورځو پورې دگرمۍ دڅپې ددوامداره پاتې کيدو خبردارى ورکړى دى.

دهند جنوبي برخه دگرمې ددې څپې څخه زياته اغيزمنه شوې ده، په مړو شوؤ کې زياتره دپوخ عمر خلک، مزدوران يا بې کوره کسان شامل دي.

راپورونه وائي چې دسختۍ گرمۍ له امله په نوي ډيلي کې سړکونه ويلي کيدل پيل شوي اؤ دموسمياتو دمحکمې وينا ده چې راتلونکو څو ورځو کې گرمه نوره هم سيوا کيدى شي.

دموسمياتو دمحکمې ډائريکټر براهمه پراکاش ياديو ترمخه هندي پلازمينه کې به دحرارت درجه 45 ډگري سينټي گريډ پورې وي.

هغه وئيلي دي داسې نۀ ښکاري چې گنې گرمۍ کې به کمى راشي خو ددوهم جون څخه بارانونه شروع کيدى شي چې ورسره به لږه اساني راشي.

په ياده دې وي چې هند کې تقريباً هر کال دگرمۍ په مهال په لسگونو خلک مري چې پکې زياتره دغريبو کورنو خلک شامل وي، دبجلۍ دناقصه نظام له امله هم په لکونو خلک دلوډشيډنگ دستونزې سره مخ کيږي.

زياتره خلک دهند په اندهرا پرديش رياست کې مړۀ شوي چرته چې د١٨مې مئ څخه تر دې مهاله تقريباً ٩٠٠ کسان مړۀ شوي دي.

په تيلنگانا رياست کې هم دحرارت درجه ٤٨ ډگري سينټي گريډو ته رسيدلې چرته چې تر دې مهاله د٢٠٠ؤ څخه زيات کسان مړۀ شوي دي.

همدغه شان په لويديز بنگال اؤ اوړيسه کې ١١ کسان دگرمۍ له امله مړۀ شوي دي.

XS
SM
MD
LG