لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د ناپېژندلو وسله والو په ډزو کې درې پوليس وژل شوي


وسله وال په پوليس د بريد وروستو د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي .
وسله وال په پوليس د بريد وروستو د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي .

د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د ناپېژندلو وسله والو په ډزو کې د يو سب انسپکټر په گډون درې پوليس وژل شوي دي .

د سيمې د پوليس افسر طاهر نوراني په وينا دغه پېښه نن د شورو په ورځ سحر د ښار د عزيز اباد سيمې په بهنگوريه گوټ نومې علاقه کې په داسې مهال رامنځته شوې ده . چې سب انسپکټر سکندر او دوه سپاهيان اشرف او اصف په موبائيل کې د گزمې په ډيوټۍ مامور ؤ .

پوليس وايي دوه نامعلومه کسان په موټرسائيکل راغلي او په پوليس يې ډزې کړي دي .

وسله وال په پوليس د بريد وروستو د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي ، او چارواکي وايي وسله والو د پوليس ټوپکې هم ځان سره وړلي دي .

د پوليس او رېنجرو لوړ پوړي چارواکي د پېښې ځايې ته ورغلي ، او په سيمه کې د وسله والو د لټون عمليات پېل کړی شوي دي .

د نهې په ورځ رېنجر چارواکو يوې خبرې غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ چې د ښار په اورنگي ټاؤن سيمه کې يې د عملياتو په مهال رېنجرو سره په نښته کې د دوه ځانمرگو په گډون اووه ترهگر وژل شوي ، او د هغويې تعلق يې د تحريک طالبان پاکستان سره څرگند کړی ؤ .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م راهسې رېنجر او پوليس په گډه د شرخوښو او وسله والو په ضد عمليات کوي ، او د عملياتو په مهال وخت په وخت په امنيتي سرتېرو قاتلانه حملې شوي دي .

په روانه مياشت کې له دې وړاندې په ښار کې د دوه ډي اېس پي عهدې پوليس افسرانو په گډون د حېدراباد جېل يو پخوانی مشر هم د نامعلومو وسله والو د ډزو ښکار شوي دي .

د پوليس د شمېرې ترمخه د روان کال په لمړو څلور مياشتو کې په بيلابيلو پېښو کې په ښار ۴۸ پوليس وژل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG