لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکابل په ميلمستون له بريد وروستو څلور جنگيالي وژل شوي


 دجنگيالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ دکابل دسفارتي اؤ حکومتي ودانو په سيمه وزيراکبر خان کې شوې ده.
دجنگيالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ دکابل دسفارتي اؤ حکومتي ودانو په سيمه وزيراکبر خان کې شوې ده.

چارواکي وائي چې دافغانستان دپلازمينې کابل په سفارتي سيمه کې په يو ميلمستون دبريدهڅه کوونکي څلور جنگيالي دافغان عسکرو له لوري وژل شوي دي.

دجنگيالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ نښته دکابل دسفارتي اؤ حکومتي ودانو په سيمه وزيراکبر خان کې شوې ده.

طالبانو دعوه کړې چې دغه حمله دهغوي لخوا شوې، کومه چې تر شپږو ساعتو پورې روانه وه.

دافغانستان دکورنو چارو مرستيال وزير جنرال ايوب سالنگي دپيښې په اړه وئيلي دي چې دغه بريد کې اولسي وگړو ته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اؤښتې اؤ يواځې څلور حمله کوونکي وژل شوي دي.

دکابل دپوليسو مشر عبدالرحمان رحيمي وئيلي دي چې دغه ميلمستون ديوې نامتو افغان سياسي کورنۍ ملکيت دى چې پکې خارجه وزير صلاح الدين رباني هم شامل دى.

دکابل دپوليسو مشر عبدالرحمان رحيمي وينا ده چې څلور واړه جنگيالي خپل هدف ته له رسيدو څخه دمخه وژل شوي دي.

دنهې په شپه ترڅو گينټو پورې کابل کې دډزو اؤ چاؤدنو غږونه اوريدل شوي وؤ.

طالب جنگيالو دروانې مياشتې په پيل کې کابل کې په داسې حال کې په يو ميلمستون بريد کړى ؤ چې طالبانو دسپرلي دموسم دخپلې روايتي جگړې اعلان کړى اؤ ټول افغانستان کې يې خپلو کارروائيو کې چټکتيا راوستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG