لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "اېگزېکټ"مشرشعېب شېخ د لکونو ډگريانو ترلاسه کېدو پس ونيول شو


د اېف ائي ای چارواکو د اېگزېکټ کمپنۍ د مرکزي دفتر سره جوخت يو بل وداني باندې چهاپه وهلې او د هلته نه يې دغه ډگريانې او نور ثبوته ترلاسه کړي دي .
د اېف ائي ای چارواکو د اېگزېکټ کمپنۍ د مرکزي دفتر سره جوخت يو بل وداني باندې چهاپه وهلې او د هلته نه يې دغه ډگريانې او نور ثبوته ترلاسه کړي دي .

د جعلي ډگريانو خرڅولو او په دغه دنده په ملينونو ډالرو گټلو تورنه د پاکستان شخصي ائي ټي کمپنۍ "اېگزېکټ" د دفتر نه د مرکزي تحقيقي ادارې (اېف ائي ای) چارواکو په لويه شمېره کې ډگريانې او نور مواد ترلاسه کړي دي او د کمپنۍ مشر شعېب شېخ يې نيولی دی .

د نهې او شورو په منځنۍ شپه کې د اېف ائي ای ډائريکټرشاهد حيات په کراچۍ کې د اېگزېکټ کمپنۍ د مرکزي دفتر مخې ته مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، نن مونږ ته د دغه کمپنۍ د ډگريانو د چاپه خانې خبر مېلاؤ شوی ؤ چرته چې دغه کمپنۍ ډگريانې، د طالب علمانو کارډونه او نور څيزونه چاپ کوي . بيا مونږ د يو مجسټرېټ په موجودگۍ کې دغه ځايې خلاص کړو ، او ډگريانې مو ترلاسه کړې .

"د دلته نه مونږ ته تقريباً د لکونو په شمېره کې ډگريانې، د طالب علمانو کارډونه او نور ډېر مواد ترلاسه شو، مونږ د دومره ثبوتونو ترلاسه کولو وروستو اوس د دويې په ضد مقدمه درج کولی شو".

د شاهدحيات په وينا ترلاسه شوې ډگريانې او نور مواد مونږ د مجسټرېټ په موجودگۍ کې سيل کوؤ او صبا به يې بيا خلاصوؤ . وروستو د اېف ائي ای چارواکو د اېگزېکټ مشر شعېب شېخ نيولی او ځان سره يې بوتلی دی .

د اېف ائي ای چارواکو د اېگزېکټ کمپنۍ د مرکزي دفتر سره جوخت يو بل وداني باندې چهاپه وهلې او د هلته نه يې دغه ډگريانې او نور ثبوته ترلاسه کړي دي .

د اېف ائي چارواکو د دفتر نه ترلاسه شوې ډگريانې په ځايي ټي وي چېنلو ښکاره کړي چې د بهرملکي پوهنتونونو نومونه پرې ليکل شوي دي ، چې پکې ځينې په دې ډول دي .

NIXON UNIVERSITY, BROOKDELL UNIVERSITY, CAMBELL UNIVERSITY, BAKERVILLE UNIVERSITY, HILL UNIVERSITY

د گل او نهې په ورځ پرله پسې د اېگزېکټ د مشر شعېب شېخ نه د اېف ائي ای د چارواکو د بيان ريکارډ کولو وروستو دغه عمليات ترسره شوي دي .

تېره اوونۍ د امريکې وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز کې د اېگزېکټ کمپنۍ په اړه د جعلي ډگريانو خرڅولو او په دغه دنده د ملينونو ډالرو گټلو د خبر خپرېدو وروستو د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان اېف ائي ای ته د اېگزېکټ په اړه د پلټنو هدايات ورکړي ؤ .

د اېگزېکټ لخوا د نيويارک ټائمز خبر بې بنياده گرځول شوی او په کمپنۍ لگېدلي تورونه رد کړی شوي وو.

د اېف ائي ای د چارواکو لخوا چې په کراچۍ او اسلام اباد کې د دغه کمپنۍ په دفترو کې پلټنې روانې وې ، چوهدري نثارعلي خان وئيلي ؤ دغه پلټنې به غځولی شي او د امريکې تحقيقاتي ادارې اېف بي ائي او نړيوالو پوليسو انټرپول سره به په دغې لړ کې د مرستو دپاره رابطه هم کولی شي .

د گل په ورځ د اېگزېکټ مشر شعېب شېخ سندهـ هائيکورټ ته د حفاظتي ضمانت خواست کړی ؤ ، خو عدالت د هغه دغه خواست رد کړی ؤ .

له دې وړاندې يو ځايي عدالت د اېف ائي ای چارواکو ته د اېگزېکټ کمپنۍ د بېنک اکاؤنټونود پلټنو کولو اجازت ورکړی ، او چارواکو وئيلي ؤ چې د جعلي ډگريانو يا بلې کومې جعلسازۍ په اړه ورته ثبوتونه په لاس ورشي ، نو د کمپنۍ په ضد به مقدمه درج کوي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG