لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش مومند ايجنسۍ کې دترسره شوي بمي بريد پړه په غاړه اخستې


دسيمې څخه انتظامي سرچينو وايس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي دسړک دغاړې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې چې کله دپخواني سينيټر رور عبدالاحد معمولي زخمي شو نو امنيتي ځواکونه دچاؤدنې سيمې ته دمرستې دفعاليتونو دپاره ورسيدل.
دسيمې څخه انتظامي سرچينو وايس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي دسړک دغاړې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې چې کله دپخواني سينيټر رور عبدالاحد معمولي زخمي شو نو امنيتي ځواکونه دچاؤدنې سيمې ته دمرستې دفعاليتونو دپاره ورسيدل.

په مينځني ختيز کې دفعاله تندروه ډلې داعش سره تړلې يوې پاکستاني ترهه گريزې ډلې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دگل په ورځ دترسره شوې هاغه بمي چاؤدنې ذمه واري په غاړه اخستې چې پکې ديو پخواني سينيټر عبدالواحددرور عبدالاحد په گډون څلور امنيتي عسکر ژوبل شوي وؤ.

دغه پيښه دمومندايجنسۍ دحليمزو تحصيل ددُرباخيل په سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوې وه کله چې دموجوده قبائيلي ايم اين اى بلال رحمان ترۀ اؤ دپخواني سينيټر عبدالواحد رور عبدالاحدخپل گاډي کې روان ؤ.

دسيمې څخه انتظامي سرچينو وايس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي دسړک دغاړې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې چې کله دپخواني سينيټر رور عبدالاحد معمولي زخمي شو نو امنيتي ځواکونه دچاؤدنې سيمې ته دمرستې دفعاليتونو دپاره ورسيدل.

سرچينې وائي کله چې امنيتي ځواکونو دهغه دگاډي څخه ليدنه کوله په دغه مهال يو بل بم هم وچاؤديدو چې پکې ديو کيپټن په گډون څلور عسکر ژوبل شول.

دداعش دبيرغ لاندې د پاکستاني تندروه ډلې وياند شاهدالله شاهد مومند ايجنسۍ کې دترسره شوې دغه بمي چاؤدنې پړه په غاړه اخستې اؤ وائي چې دغه چاؤدنه يې ديو کورني جوړ شوي بم له لارې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دداعش لخوا په مومندو کې دترسره شوي دغه بمي بريد دپړې اخستلو په عين مهال هم مومند ايجنسۍ سره پيوست افغانستان سره لگيدلې دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دنهې په ورځ دپاکستاني پوځيانو په ضد دوؤ بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه شپږ پاکستاني پوځيان ژوبل شوي دي.

دتحريک طالبان پاکستان دپخواني وياند شاهدالله شاهد په گډون تيرکال دټي ټي پي شپږو کمانډرانو دداعش دمشر ابوبکر البغدادي سره دوفادارۍ اعلان کړى ؤ اؤ دداعش سره دتړون ددغه اعلان راپديخوا دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دامنيتي ځواکونو په ضد بريدونو کې واضحه چټکتيا ليدل کيږي.

دنهې په ورځ هم دباجوړ ايجنسۍ دناوگۍ تحصيل دچارمنگ په بابړه سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان ترسره شوي بمي بريد کې ديو صوبيدار محب الله په گډون لږ ترلږه شپږ امنيتي عسکر ژوبل شوي دي.

داعش سره ديو والي داعلان کولو په مهال دپاکستاني طالبانو دتحريک پخواني وياند شاهدالله شاهد وئيلي وؤ چې هغه داورکزۍ ايجنسۍ دطالبانو دمشر سعيد خان، دکرمې ايجنسۍ دټي ټي پي دمشر دولت خان، دخيبرايجنسۍ دټي ټي پي دمشر فتح گل زمان، دټي ټي پي دپيښور دمشر مفتي حسن اؤ دټي ټي پي دهنگو دمشر خالد منصور په گډون دداعش دمرکزي مشر ابوبکرالبغدادي سره دوفادارۍ اعلان کړى دى.

داعش يا دولت اسلاميه هاغه تندروه ډله ده چې دشام اؤ عراق په لويه رقبه يې قبضه کړې ، تيرکال دجون په مياشت کې يې دخپله ځانه دخلافت دقائمولو اعلان هم کړى ؤ اؤ دغه ډله په ټوله نړۍ کې دخپل بربريت له امله دنيوکو ښکار ده.

پاکستان کې له دې وړاندې هم په مختلفو ښارونو کې دداعش په حق کې په ديوالونو دليکنو ترڅنگ دهغوي دشهرت لړ کې مواد هم ويشل شوي خو دپاکستان دکورنو چارو دوزير چوهدري نثار علي خان په گډون حکومتي چارواکو پخپلو بيانونو کې پاکستان کې دداعش دوجود تسليمولو څخه انکار کړى

پاکستان کې دداعش دموجودگۍ په اړه وروستۍ څرگندونې افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو کمانډر جنرل جان کيمپبل کړي دي.

دجنرال کيمپبل په ټکو داعش په پاکستان اؤ افغانستان کې بهرتۍ کوي خو فعاله شوې نۀ ده

دپاکستاني پوځ پخواني بريگيډئير محمود شاه ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دطالبانو څخه جلا شوؤ ډلو ځانونه دتندروه ډلې داعش سره يوځايې کړي دي.

دپاکستان دبې نظير بهټو يونيورسټۍ وائس چانسلرې رضيه سلطان ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دتندروۍ سوچ پاکستان لپاره يو گواښ دى، هغوي په کور دگڼو تندروه ډلو سره مخ دي اؤ دمينځني ختيز دشخړې په تناظر کې تندلاريتوب دټولې سيمې لپاره خطره ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG