لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن : سُني مليشې مهم پوځي تنصيبات تر خپل واک لاندې راوستي


 دگل په ورځ دغلته ترسره شوې جگړه کې دمرگ ژوبلې په اړه متضاد اطلاعات ترلاسه شوي، ديوې اطلاع ترمخه دغه جگړه کې په لسگونو ياغيان وژل شوي اؤ ٧٠ نور ژوبل شوي دي.
دگل په ورځ دغلته ترسره شوې جگړه کې دمرگ ژوبلې په اړه متضاد اطلاعات ترلاسه شوي، ديوې اطلاع ترمخه دغه جگړه کې په لسگونو ياغيان وژل شوي اؤ ٧٠ نور ژوبل شوي دي.

يمن کې دسُني مليشې جنگيالو دشيعه حوثي ياغيانو څخه جنوبي ښار ضالع کې دمهمو پوځي تنصيباتو واک ترلاسه کړى دى.

دگل په ورځ دغلته ترسره شوې جگړه کې دمرگ ژوبلې په اړه متضاد اطلاعات ترلاسه شوي، ديوې اطلاع ترمخه دغه جگړه کې په لسگونو ياغيان وژل شوي اؤ ٧٠ نور ژوبل شوي دي.

په عين حال کې دسعودي په مشرۍ ائتلافي ځواکونو يمن کې دپلازمينې صنعاء په گډون بيلا بيلو سيمو کې فضائي حملې دوامداره ساتلي دي.

دځينو عيني شاهدانو ترمخه دپخواني صدر علي عبدالله صالح دځوې احمد صالح سره تړاؤ لرونکى يو کور تباه کړى شوى، پخوانى صدر دحوثي ياغيانو دپلويانو څخه يو دى.

يمن کې دروانې جگړې اؤ فضائي کارروائيو په نظر کې نيولو سره دغلته دامن لپاره دکيدونکو هڅو دبرياليتوب اثار ډير کم ښکاري.

ديمن اؤ ملگرو ملتونو چارواکي وائي چې دزيارت په ورځ کيدونکى دامن کانفرنس نامعلومې مودې پورې ځنډول شوى.

ديمن صدر منصور هادي تر دې مهاله سعودي عرب کې ميشته دى اؤ هغه حوثي ياغيانو څخه غوښتنه کړې چې دملگرو ملتونو په قرارداد دې عمل درامد کولو سره دخبرو اترو څخه دمخه پخپله قبضه کې داخستل شوؤ سيمو کنټرول پريږدي.

دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون په دواړو خواؤ زور راوړى چې هغوي دې دوړاندې څخه دشرطونو ايښودو پرته خبرو اترو کې برخه واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG