لاس رسیدونکی لینک

هند کې دسختې گرمۍ له امله 400 کسان مړۀ


دهندي ميډيا ترمخه داتوار په ورځ دتلنگانا ريات په کهمام ضلع کې په ټول هيواد کې تر ټولو زياته گرمي ٤٨ ډگري سينټي گريډه ريکارډ کړى شوې اؤ په نورو هيوادونو کې هم موسم سخت گرم دى.

دهند مختلفو رياستونو کې دتيرې اوونۍ راهسې دسختې گرمۍ له امله تر دې مهاله د٤٠٠ؤ څخه زيات کسان مړۀ شوي دي.

دهندي ميډيا ترمخه داتوار په ورځ دتلنگانا ريات په کهمام ضلع کې په ټول هيواد کې تر ټولو زياته گرمي ٤٨ ډگري سينټي گريډه ريکارډ کړى شوې اؤ په نورو هيوادونو کې هم موسم سخت گرم دى.

داطلاعاتو ترمخه په مړو شوؤ کې زياتره بې کوره خلک شامل دي، دموسمياتو دمحکمې ترمخه راجهستان، مدهيا پرديش، مهاراشټرا، لويديز بنگال، اترپرديش، چهتس گړهـ اؤ کرناټک رياستونو کې هم سخته گرمي ده.

طبي ماهرانو خلکو ته دزياتو اوبو څښلو، گرمۍ څخه دبچ کيدو اؤ په نهره دبهر نۀ راوتلو مشوره ورکړې ده.

طبي ماهران وائي چې په سخته گرمۍ کې دزيات وخت دتيرولو له کبله دانساني بدن دگرموالي درجه دې حد ته ورسيږي چې پکې دننه دپروټين خلييې دها دسپينوالي پشان ويشيږي چې ورسره په اخره کې په دماغو اثر پريوځي.

په اله اباد کې دحرارت درجه 47.7 ريکارډ کړى شوې کومه چې دښار دحرارت ددرجې څخه شپم ډگري سيوا ده.

داندهرا پرديش ضلع نندي گاما47 ډگري سينټي گريډه اؤ داړيسه انگل ضلع د46.7 ډگري سينټي گريډ سره په دريم اؤ څلورم نمبر دي، خو دهند په پلازمينه ډيلى بيا د43.5 ډگري سينټي گريډ سره کم گرم دى.

XS
SM
MD
LG