لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زابل: ځانمرگي بريد کې د ۷۰ پورې کسان ژوبل شوي


ځانمرگي د زابل ولايتي (صوبې) شورا د ودانۍ مخې ته د چاؤدېدونکو بارودي موادو ډک موټرته چاؤدنه ورکړې ده .
ځانمرگي د زابل ولايتي (صوبې) شورا د ودانۍ مخې ته د چاؤدېدونکو بارودي موادو ډک موټرته چاؤدنه ورکړې ده .

د افغانستان په جنوبي صوبې زابل کې نن د گل په ورځ شوي يو ځانمرگي بريد کې نزدې ۷۰ کسان ژوبل شوي ، چې پکې زنانه هم شاملي دي .

راپورونه وايي ځانمرگي د زابل ولايتي (صوبې) شورا د ودانۍ مخې ته د چاؤدېدونکو بارودي موادو ډک موټرته چاؤدنه ورکړې ده .

د زابل د ولايتي شورا مشر حاجي عطاجان حق د پښې په اړه وئيلي ، ځانمرگی بريد چې د شورا د ودانۍ مخې ته شوی ، يواځې ځانمرگی بريد کوؤنکی پکې وژل شوی دی .

نوموړي وئيلي بريد کې د شورا د دوه ښځينه غړو په گډون اوولس زنانه هم ژوبل شوي دي .

پېښه کې ژوبل کسان د زابل روغتون ته وړل شوي ، اود ډاکټرانو په وينا په ۷۰ ژوبلو کسانو کې د پينځه ؤ روغتيايي حالت مرگونی دی .

د ولايتي شورا د مشر په وينا په ژوبل شوؤ کې زياتره عام ملکي وگړي په هدف شوي دي ، دويې په لويه شمېره کې د ولايتي شورا غړو سره ليدو او هغويې ته د خپلو ستونزو بيانولو دپاره راغلي ؤ ، چې ځانمرگی بريد وشو .

د زابل پوليس مشر غلام جېلاني فراحي بريد کې د ۳۰ کسانو د ژوبلېدو پخلی کړی او وئيلي يي دي ، چې په ژوبلو کې پوليس او سرکاري اهلکارهم شامل دي .

طالبانو د بريد پړه په سر اخيستې او وئيلي يي دي بريد کې يې د چاؤدېدونکو موادو ډک مزدا موټر کارولی دی .

بل لور ته د افغانستان قندهار صوبې په ميوند ضلع کې د پوليس خپل مينځي نښته کې درې پوليس وژل شوي دي . او حمله کوؤنکي پوليس د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي .

د قندهار د گورنروياند صميم خپلواک وئيلي ، چې وژل شوي او حمله کوؤنکي پوليس د يوې کورنۍ غړي دي ، او په کومه مسله يې لانجه جوړه شوې او بيا تر نښتې او ډزو رسېدلې ده . چارواکي وايي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG