لاس رسیدونکی لینک

پخواني وزيراعظم گيلاني خپل تښتؤل شوي زوې سره په ټيليفون خبرې کړي


راپورونه وايي دغه ټيليفون د افغانستان د نمبر نه شوی دی خو د دې خبرې پخلی نه دی شوی .

د پاکستان پخواني وزيراعظم يوسف رضاگيلاني د خپل تښتؤل شوي زوې علي حېدرگيلاني سره نن د اتوار په ورځ نزدې دوه کاله وروستو په ټيليفون خبرې کړي دي .

علي حېدرگيلاني په کال ۲۰۱۳م کې هغه مهال د خپلې پلارنۍ سيمې ملتان نه وسله والو تښتؤلو، چې کله هغه په ټاکنيز کمپائن کې د صوبايي اسمبلۍ د چوکۍ دپاره په کمپائن بوخت ؤ .

د علي حېدرگيلاني تښتؤلو په مهال د وسله والو په ډزو کې د هغه ساتونکی او سيکرټري وژل شوي او څلور نور کسان ورسره وژل شوي وو .

پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي ، چې يوسف رضاگيلاني زوې سره د خبرو په مهال زه هلته موجود ووم . او علي حېدرگيلاني سره يې لږې خبرې هم کړي دي .

د قريشي په وينا ، "حېدرگيلاني د خپل پلار سره خبرو دپاره ټيليفون وکړو او مونږ په يو محفل کې شريک ؤ ، بيا ما هم د هغه سره لږې خبرې وکړي او د خيريت تپوس مې ترينه وکړو ، او هغه روغ جوړ دی" .

راپورونه وايي دغه ټيليفون د افغانستان د نمبر نه شوی دی خو د دې خبرې پخلی نه دی شوی .

د شاه محمودقريشي په وينا د علي حېدرگيلاني د خبرو نه اندازه کېده ، چې هغه مطمئن دی . او د نوموړي په وينا ، "زه د هغه د خبرو د اطمينان د اندازې په حساب سره په راتلونکو څو ورځو کې د ښه والي هيله لرمه" .

په کال ۲۰۱۱م کې د پنجاب صوبې د پخواني وژل شوي گورنر سلمان تاثير زويې شهبازتاثير هم د لاهور نه تښتؤل شوی ؤ ، او داسې خبرونه مخې ته راغلي ؤ ، چې علي حېدرگيلاني او شهبازتاثير طالبانو تښتولي دي .

وروستو د پاکستان امنيتي ادارو د علي حيدرگيلاني د راخلاصولو دپاره د خېبرپښتونخوا صوبې په نوښار سيمه کې عمليات هم کړي ؤ ، خو په دغو عملياتو کې کومه کاميابي نه وه ترلاسه شوي .

XS
SM
MD
LG