لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: پاکستان ـزمبابوی ته په دويم مېچ کې هم ماتې ورکړه


کوربه ټيم ټاکلی هدف په اخرني اوور کې په اته وکټو پوره کړو ، او مېچ يې وگټو .
کوربه ټيم ټاکلی هدف په اخرني اوور کې په اته وکټو پوره کړو ، او مېچ يې وگټو .

د پاکستان لاهور ښار په قذافي سټيډيم کې د زمبابوی او پاکستان کرکټ ټيمونو ترمينځ دويم ټي ټيونټې مېچ کې کوربه ټيم زمبابوی ته په يو وکټ ماتې ورکړه . او د ټي ټيونټي دوه مېچونو سيريز يې وگټو .

د زمبابوی ټيم د مېچ ټاس گټلی او په لمړي بيټنگ کې يې په ټاکلو ۲۰ اوورو کې په درې لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۷۵ رنزونه جوړ کړي وو .

کوربه ټيم ټاکلی هدف په اخرني اوور کې په اته وکټو پوره کړو ، او مېچ يې وگټو .

د پاکستاني ټيم په بيټنگ کې مختار احمد تر ټولو زيات رنزونه جوړ کړل ، او په ۴۰ بالونو يې ۶۲ رنزونه جوړ کړل او اؤټ شو . احمدشهزاد او نعمان انور ۱۸، ۱۸ رنزونه جوړ کړل ، شعېب ملک او شاهدافريدی په ۷،۷ رنزونو اؤټ شو ، بلاول بهټي په اخره کې ۱۳ رنزونه جوړ کړل او په چوکه لگولو يې مېچ وگټو .

د زمبابوی دوه بالرانو دوه، دوه او درې نورو بالرانو يو، يو وکټ واخيستو .

د زمبابوی لخوا په لمړي بيټنگ کې د لمړي وکټ په شراکت ۶۸ رنزونه جوړ کړی شوي ؤ ، ووسي سيبانډا ۴۹ او ماساکډزا په ۳۹ رنزونو جوړولو کې کامياب شوی ؤ .

د زمبابوی سين وليمز په ۳۲ بالونو ۵۸ رنزونه جوړ کړي او ناټ اؤټ پاتې شوی ؤ .

د پاکستان لخوا محمدسميع، شاهدافريدي او شعېب ملک يو يو وکټ اخيستی ؤ . د پاکستان په ټيم کې نن د محمدحفيظ، وهاب رياض او سرفرازاحمد په ځايې نعمان انور، عمادوسيم او محمدرضوان شامل کړی شوي وو .

پاکستان کې شپږ کاله پس نړيوال کرکټ لوبيږي ، او د زمبابوی ټيم لومړی ټيسټ مېچ لوبوؤنکی ټيم دی چې د کال ۲۰۰۹م وروستو د پاکستان په دوره راغلی دی .

په کال ۲۰۰۹م کې په لاهور ښار کې د سري لنکا په کرکټ ټيم د وسله والو لخوا د بريد وروستو پاکستان ته کوم نړيوال کرکټ ټيم په دوره نه ؤ راغلی .

نن د دويم مېچ په مهال هم لاهور کې سخت امنيتي گامونه پورته کړی شوي او د مېچ کتو ته په لويه شمېره کې خلک راغلي وو .

د زمبابوی د پاکستان په دوره کې دوه ټي ټيونټي مېچونه او درې يو ورځنې مېچونه اېښودی شوي چې پکې د ټي ټيونټي مېچونو سيريز سرته ورسېدو .

د زمبابوی او پاکستان ترمينځ ټول مېچونه به د لاهور په قذافي سټيډيم کې ترسره کيږي ، او د يو ورځنو مېچونو پېل به د مئ د ۲۶ نه کېږي .

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG