لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملايشيا کي ډله ايز قبرونه موندل شوي


د ملايشيا چارواکو له دې وړاندې د دغه ډول ډله ايزو قبرونو په خپله خاوره د شتون رد کړی ؤ .
د ملايشيا چارواکو له دې وړاندې د دغه ډول ډله ايزو قبرونو په خپله خاوره د شتون رد کړی ؤ .

د ملايشيا چارواکو وئيلي پوليس ته يو شمېر ډله ايز قبرونه مېلاؤ شوي او خيال کيږي چې دغه قبرونه په غېرقانونه توگه د اوړېدونکو بنگاليانو او ميانمار يا برما د خلکو دي .

وزيرداخله زاهدحامد نن د اتوار په ورځي خبريالانو ته وئيلي چې دغه قبرونه د تهائي لېنډ د هغو کليو سره نزدې مېلاؤ شوي کوم ځايونه چې انساني قاچاق کؤنکي استعمالوي .

نوموړي وئيلي د پوليس مشر (ائي جي پي) او د هغه مرستيال د ملايشيا او تهائي لېنډ په پوله موجود دي ، او په قبرونو کې د موندل شوؤ کسانو د مړو پېژندگلو کوي .

ځايي مطبوعاتو وئيلي په سلگونو مړو مشتمل نزدې ۳۰ قبرونه د هغې ځايې سره نزدې مېلاؤ شوي چرته چې به انساني قاچاق کوؤنکو په غېرقانوني توگه اوړېدونکي بنگاليان او روهينگيان په کمېپونو کې ساتل .

د ملايشيا چارواکو له دې وړاندې د دغه ډول ډله ايزو قبرونو په خپله خاوره د شتون رد کړی ؤ .

هيله څرگنديږي چې د پوليس مشر د گل په ورځ په دغې اړه خبري غونډه وکړي .

روانه مياشت دغه ډول قبرونه د پولي نه تهائي لېنډ لوري ته موندل شوي وو . چې په متاثرينو کې ې د بنگاليانو سره روهنگيان چې په ميانمار کې د ظلم د لاسه تښتېدلي ؤ شامل ؤ ، څوک چې په برما هم پېژندل کيږي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG