لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند د دفاع وزير په بيان پاکستان اندېښنې څرگندې کړې


سرتاج عزيز په يو بيان کې وئيلي ، چې د هند د وزير دغه بيان پاکستان کې په ترهگرۍ کې د هند د ککړتوب د پاکستاني دريز پخلی کوي .
سرتاج عزيز په يو بيان کې وئيلي ، چې د هند د وزير دغه بيان پاکستان کې په ترهگرۍ کې د هند د ککړتوب د پاکستاني دريز پخلی کوي .

د پاکستان د وزيراعظم د خارجه امورو او قامي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز د هند د دفاع وزير په هغه بيان اندېښنه څرگند کړې ، کوم کې چې وئيل شوي هند به د بل ملک د ترهگرۍ د مقابلې کولو دپاره ترهگري کاروي .

د هندي مطبوعاتو ترمخه د هند د دفاع وزير منوهرپاريکر يوې دستورې ته په وينا کې وئيلي ، چې ازغی په ازغي ويستل پکار دي ، او هند به د نومبر ۲۰۰۸م د پېښې په رنگ حالاتو نه ځان ساتلو دپاره انتهائي گامونه پورته کوي .

سرتاج عزيز په يو بيان کې وئيلي ، چې د هند د وزير دغه بيان پاکستان کې په ترهگرۍ کې د هند د ککړتوب د پاکستاني دريز پخلی کوي .

نوموړي وئيلي ، دا لمړی ځل دی چې د يو منتخب حکومت وزير خپل ملک د ترهگرۍ نه د بچ ساتلو په پس منظر کې په بل ملک کې د ترهگرۍ کولو ډاگيز ملاتړ کوي .

سرتاج عزيز زياته کړې ، پاکستان په مخلصانه توگه د هند سره د ښه اړيکو په پاليسۍ روان دی ، هغه وئيلي ترهگري زمونږ په گډه دښمن دی ، او دواړو ملکونو له پکار ده چې د دغه ناسور نه د خلاصي دپاره په گډه هڅې وکړي ، او پاکستان د نورو ملکونو نه زيات د ترهگرۍ نه اغېزمند شوی دی .

د هند لخوا داسې تورونه لگي چې پاکستان په ملک کې دننه د ترهگرو په شا ولاړ دی ، خو اسلام اباد دغه ډول تورونه په سختۍ سره ردوي .

د هند د دفاع وزير دغه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی دی ، چې روانه مياشت کې د پاکستان په اعلی سياسي او پوځي سطح داسې بيانونه ورکړی شوي ؤ ، چې د هند استخباراتي اداره "را" پاکستان کې په ترهگرۍ کې ککړه ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG