لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار: د اېگزېکټ په اړه روانې پلټنې غځولی شي


اسمبلی کی 403 نشستوں کے لیے پہلے مرحلے کی پولنگ ہفتہ کے روز پُرامن انداز میں مکمل ہو گئی۔
اسمبلی کی 403 نشستوں کے لیے پہلے مرحلے کی پولنگ ہفتہ کے روز پُرامن انداز میں مکمل ہو گئی۔

د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي ، چې د جعلي ډگريانو په لړ کې روانو پلټنو کې به د سافټ ويئر د شخصي کمپنۍ "اېگزېکټ" په اړه د امريکې تحقيقاتي ادارې "اېف بي ائي" او نړيوالو پوليسو انټرپول سره رابطه کولی شي .

چوهدري نثار د خالي په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو سره د خبرو په مهال وئيلي ، چې د اېگزېکټ کمپنۍ د دفتر نه ترلاسه شوؤ موادو او کمپنۍ د کارکوؤنکو نه پلټنې روانې دي ، او راتلونکو ۱۰ ورځو پورې پلټنې مکملې کړی شي او د هغې وروستو به د کمپنۍ په ضد د مقدمې درج کولو پرېکړه کولی شي .

نوموړي وئيلي پلټنو کې ځينې داسې خبرې مخې ته راغلي چې د وضاحت دپاره به يي راتلونکو دوه ورځو کې د امريکې تحقيقاتي ادارې "اېف بي ائي" ته خط وليکل شي ، ځکه چې په امريکا کې په دغه لړ کې څه شوي دي يا کوم شواهد مخې ته راغلي دي ، چې هغه ورسره په دغه لړ کې قانوني مرستې وکړي .

د دې نه علاوه به د انټرپول سره رابطه کولی شي چې د بهرملکيانو يونيورسټو په اړه ورته معلومات ورکړي .

نوموړي وئيلي پلټنو کې د ترلاسه شوؤ معلوماتو په رڼا کې د برطانيي د اړونده ادارو سره هم رابطه کېدی شي ، او زياته کړې يې ده چې تحقيقاتي عمل کې به سيکيورټي اېنډ اېکسچېنج کميشن اف پاکستان، اېف بي ار، پي ټي ای او پاکستان سافټ ويئر اېسوسي اېشن سره هم رابطه کولی شي .

د چوهدري نثار په وينا د اېگزېکټ په اړه روانې پلټنې بې طرفه ، پاکې، د هيڅ قسمه فشار نه ازادې او منطقي انجام ته به رسولی شي .

د امريکې وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز په يو رپورټ کې خبر خپور کړی ؤ چې د پاکستان يوې شخصي سافټ ويئرکمپنۍ"اېگزېکټ" په گرده نړۍ کې د بهر ملکي يونيورسټو په نوم جعلي ډگريانې او سندونه خرڅ کړي او په دغه دنده يې په ملينونو ډالره گټلي دي .

د دغې خبرخپريدو وروستو د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان مرکزي تحقيقاتي ادارې "اېف ائي ای " ته د کمپنۍ نه د پلټنو امر کړی او اېف ائي ای بيا په کراچۍ او اسلام اباد کې د کمپنۍ په دفترو چهاپې وهلي او پلټنې يې پېل کړي دي .

اېگزېکټ کمپنۍ د نيويارک خبر بې بنياده گرځولی او په کمپنۍ لگيدلي ټول تورونه يې رد کړي دي ، او اېگزېکټ کمپني چې د "بول" په نوم ټي وي هم روانوي ، د کمپنۍ مشر شعېب احمدشېخ وايي دغه اسکېنډل يې د اېگزېکټ نا بلکې د بول ټي وي دپاره جوړ کړی شوی او د ځايي خبري ادارو په سازش نيويارک ټائمز دغه خبرخپور کړی دی .

بل لور ته د اېگزېکټ کمپنۍ د بول ټي وي دپاره چې د پاکستان ځيني وتلي صحافيان اخيستل شوي ؤ ، په هغو کې د بول ټي وي صدر او ايډيټر انچيف کامران خان په تويټر باندې يو پېغام کې د بول نه د بيليدو د فېصلې کولو وئيلي دي .

کامران خان وئيلي ، په اېگزېکټ باندې لگېدلي تورونه چې لا په عدالت کې ثابت شوي نه دي ، خو نوموړی وايي ضمير يې ورته په بول کې د نور کار کولو اجازت نه ورکوي .

د کامران خان نه علاوه اظهرعباس چې د بول صدر او سي ايي او ؤ هغه هم په ټويټر د بول نه د استعفې ورکولو وئيلي دي ، د دې ترڅنگ د بول سينئراېگزيکټيو وايس صدر افتخاراحمد او اېگزيکټيو صدر (ښځينه صحافي) عاصمه شيرازي هم په ټويټر د بول نه د استعفې ورکولو اعلان کړی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG