لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : بمي چاؤدنه کې درې عسکر وژل شوي


دامنيتي سرچينو ترمخه دته خيل سيمه کې امنيتي ځواکونه دمعمول مطابق په گزمه بوخت وؤ چې په دغه مهال پرې ناڅاپي دسړک دغاړې دښخ کړل شوي بم چاؤدنه وشوه

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دخالي په ورځ ترسره شوې يوه بمي چاؤده کې لږ ترلږه درې عسکر وژل شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه دته خيل سيمه کې امنيتي ځواکونه دمعمول مطابق په گزمه بوخت وؤ چې په دغه مهال پرې ناڅاپي دسړک دغاړې دښخ کړل شوي بم چاؤدنه وشوه چې په نتيجه کې يې درې عسکر ووژل شول اؤ درې نور ژوبل شول.

دچاؤدنې څخه وروستو امنيتي ځواکونه سيمه کې عمليات هم پيل کړي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي وؤ اؤ وروستو دپوځي وياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه خيبرايجنسۍ ته دتښتيدلو جنگيالو په ضد هم داکتوبر په مياشت کې دخيبر ون په نوم عمليات پيل کړشوي کوم چې تر دې مهاله دوام لري.

پوځ دعوه کوي چې ددغو عملياتو په نتيجه کې يې ددواړو قبائيلي سيمو زياتره برخه دتندلارو څخه پاکه کړې اؤ تر خپل واک لاندې يې راوستي اؤ ددې ترڅنگ يې په زرگونو جنگيالي هم وژلي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو پوځي ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

XS
SM
MD
LG