لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رمادي څخه کډه کوونکي په زرگونو خلک ستونزو سره مخ دي


 دبشري مرستو لپاره دملگرو ملتونو ددفتر رابطه کار ليزا گرينډ وائي دا مهال دهغوي ترجيح ددغو خلکو مرسته کول دي.
دبشري مرستو لپاره دملگرو ملتونو ددفتر رابطه کار ليزا گرينډ وائي دا مهال دهغوي ترجيح ددغو خلکو مرسته کول دي.

دعراق په رمادي ښار دتندروه ډلې داعش دقبضې څخه وروستو ددغه ځايې څخه په زرگونو خلک کډې کوي چې پکې زياتره دعراق پلازمينې بغداد لوري ته ورروان دي.

بغداد درسيدو لپاره به دغو بې کوره خلکو ته په دريائى فرات دجوړ پُل بزيبز څخه اوړيدل وي چرته چې جوړ چيک پوسټ دلږ وخت لپاره پرانستل کيږي اؤ له دې امله انبار صوبه کې دپُل څخه داوړيدو لپاره په زرگونو خلک ورټول شوي دي، په دغو خلکو ملگري ملتونه اؤ نور ې امدادي ډلې په هغوي امدادي سامانونه ويشي.

دبشري مرستو لپاره دملگرو ملتونو ددفتر رابطه کار ليزا گرينډ وائي دا مهال دهغوي ترجيح ددغو خلکو مرسته کول دي.

هغه وائي دا مهال درمادي څخه دکډه کوونکو خلکو دمرستې څخه بل هيڅ څيز مهم نۀ دى، دغه خلک په سخته کې دي اؤ هغوي يې دمرستې لپاره هرممکن گام اخلي.

دکډوالو لپاره دناروى دکونسل دپروگرام مشر صلاح نوري وائي کډه کوونکو خلکو ته ورته وئيلي هغوي ددريوؤ څخه تر څلورو ورځو د٤٠ؤ درجو سينټي گريډ گرمۍ کې پيدل سفر کړى.

دهغه وينا ده زياتره خلک په پرانستې ډاگه اودۀ کيږي اؤ دهغوي دستونزو تصور هم نۀ شي کيدى.

نوموړى وائي تنظيم يې دپل دواړو لورو ته په خلکو دخوراک اؤ پاکو اوبو په گډون نور څيزونه ويشلي خو دهغه په قول دا کافي نۀ دي.

ددغه پُل سره خواؤشا دگرمۍ په وجه پينځه کسان مړۀ شوي اؤ انديښنه څرگندولى شي چې دغلته حالات نور هم خرابيدى شي.

دعراق امنيتي چارواکي دپُل دبنديدو وجه امنيتي انديښنې ښائي اؤ دهغوي په قول دکوائف په کره کتنه کې ډير وخت پکار دى.

دکډوالو دنړيوالې ادارې انټرنيشنل ارگنائزيشن فار مائگريشن ترمخه تيره يووه اوونۍ کې رمادي څخه دڅلويښتو زرو څخه زياتو خلکو کډې کړي دي.

دداعش جنگيالو خپل پرمختگ دوامداره ساتلى اؤ وئيل کيږي چې هغوي دخالديه نومې سيمې څخه دڅو کلو ميټرو په فاصله موجود دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG