لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده : جومات کې خودکش حمله،څلور کسان ژوبل


 کله چې پوليسو دغه شکمن تن وليدو اؤ دهغه دنيولو هڅه يې وکړه نو هغه يو نزدې جومات ته منډه کړه اؤ په داسې حال کې يې ځان والوځولو چې دغلته دماسخوتنې نمونځ کيدو.
کله چې پوليسو دغه شکمن تن وليدو اؤ دهغه دنيولو هڅه يې وکړه نو هغه يو نزدې جومات ته منډه کړه اؤ په داسې حال کې يې ځان والوځولو چې دغلته دماسخوتنې نمونځ کيدو.

پوليس وائي چې دپاکستان دخيبرپښتنخوا په چارسده سيمه کې دجمعې په شپه يو خودکش خپل ځان په جومات کې الوځولى چې په نتيجه کې يې څلور کسان ژوبل شوي دي.

دچارسدې دشبقدر سيمې ايس ايچ او ولايت شاه ددغه پيښې په اړه خبريالانو سره خبرو کې وئيلي دي چې پوليسو په سارو کلي کې ديو شکمن تن دموجودگۍ په اطلاع کارروائي وکړه اؤ ټوله سيمه يې پخپله گيره کې واخسته.

هغه وويل کله چې پوليسو دغه شکمن تن وليدو اؤ دهغه دنيولو هڅه يې وکړه نو هغه يو نزدې جومات ته منډه کړه اؤ په داسې حال کې يې ځان والوځولو چې دغلته دماسخوتنې نمونځ کيدو.

ايس ايچ او وويل چې دخودکش حمله کوونکي پيژندگلو دقاري نعيم په نوم سره شوې ده څوک چې په جومات کې يو امام ؤ.

دپوليسو وينا ده چې د٢٢ کلن نعيم الله چې دمشتاق په نوم يې شهرت لرلو تعلق ديو کالعدم تنظيم سره دى اؤ هغه پوليسو ته په بيلا بيلو مقدمو کې مطلوب ؤ.

دژوبل شوؤ کسانو پيژندگلو دسعدفضل رحيم، احسان، سبحان الله اؤ ذبيح الله په نومونو سره شوې ده اؤ هغوي دعلاج لپاره دسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال ته رسول شوي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي وؤ اؤ وروستو دپوځي وياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه خيبرايجنسۍ ته دتښتيدلو جنگيالو په ضد هم داکتوبر په مياشت کې دخيبر ون په نوم عمليات پيل کړشوي کوم چې تر دې مهاله دوام لري.

پوځ دعوه کوي چې ددغو عملياتو په نتيجه کې يې ددواړو قبائيلي سيمو زياتره برخه دتندلارو څخه پاکه کړې اؤ تر خپل واک لاندې يې راوستي اؤ ددې ترڅنگ يې په زرگونو جنگيالي هم وژلي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو پوځي ادعاوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG