لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب : جومات کې چاؤدنه،٢٠ کسان مړۀ


عيني شاهدانو خبري ادارې رائيټرز ته وئيلي دي چې دغه چاؤدنه دالقعده سيمې دامام علي نومې جومات دننه شوې ده.
عيني شاهدانو خبري ادارې رائيټرز ته وئيلي دي چې دغه چاؤدنه دالقعده سيمې دامام علي نومې جومات دننه شوې ده.

دسعودي عرب په ختيزه سيمه کې دشيعه مسلمانانو په يو جومات کې شوې خودکش حمله کې لږ ترلږه د٢٠ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى شوى دى.

دمقامي ميډيا ترمخه خودکش حمله دختيزې ساحلي صوبې القطيف ديو کلي په جومات کې دجمعې دنمونځ په مهال شوې چې پکې د٥٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي دي.

دخودکش حملې په مهال دامام علي په نوم جومات کې تر ١٥٠ؤ پورې نمونځ گزار موجود وؤ.

دسعودي عرب داخله وزارت دغه حمله ترهه گريزه کارروائي گرځولې اؤ پخلى يې کړى دى چې خودکش حمله کوونکي بارودي مواد دخپلو جامو لاندې په ملا پسې تړلي وؤ اؤ دنمونځ په مهال يې چاؤدنه کړې ده.

دداخله وزارت وياند وئيلي دي چې دسعودي امنيتي ځواکونه به ددې ترهه گريز بريد ذمه واران په هر صورت کې خپل انجام ته رسوي.

درائيټرز ترمخه دهسپتال سرچينو دې چاؤدنه کې د٢٠ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى اؤ هسپتال کې دپنځوسو کسانو علاج روان دى.

دعيني شاهدانو ترمخه دشيعه مسلمانانو په دغه جومات کې دچاؤدنې په مهال تر ١٥٠ؤ پورې کسان موجود وؤ اؤ دمړو شمير تر ديرشو پورې کيدى شي.

دکمال جعفر په نوم يو عيني شاهدان وويل چې هغوي نمونځ ادا کولو چې په دغه مهال چاؤدنه وشوه.

دسعودي عرب خبري ادارې پخلى کړى چې دسعودي عرب په ختيزه برخه کې يوه امام باړه کې چاؤدنه شوې ده.

سعودي عرب ختيزه صوبه قطيف دتيلو په دولت سمبال ده اؤ زياتره ابادي يې دشيعه مسلمانانو ده اؤ هغوي په تيرو وختونو کې دزياتو حقونو ورکولو لپاره احتجاجونه هم کړي دي.

سيمه کې په کوم شيعه جومات ترسره شوې دغه لمړۍ خودکش حمله گرځول کيږي.

سعودي عرب کې دشيعه مسلمانانو په جومات دغه خودکش حمله په داسې حال کې ترسره شوې چې سعودي عرب پخپل گاونډي هيواد يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد دجوړ کړل شوي عربي هيوادونو دائتلاف مشري کوي اؤ دتيرو خواؤشا دوؤ مياشتو راهسې يمن کې دحوثيانو په ضد فضائي حملې ترسره کوي چې پکې دملگرو ملتونو ترمخه تر دې مهاله د١٨٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ په لکونو اغيزمن اؤ بې کوره شوي هم دي.

سعودي کې دترسره شوې دغه اوسنۍ حملې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې خو دغه هيواد ته دتندروه ډلې دولت اسلاميه څخه هم گواښونه پيښ دى.

سعودي عرب کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې ده چې داعش دشام اؤ عراق په نورو سيمو هم قبضه کړې ده.

په عين حال کې دسعودي عرب سرکاري خبري ادارې( ايس پي اى) خبر ورکړى دى چې دزيارت په ورځ دسعودي عرب په الظهران صوبه کې ديمن څخه په يوه راکټي حمله کې دسعودي عرب يو اولسي وگړى وژل شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG