لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اعلی تعليمي ادارو کې مذهبي سخت دريزي


پاکستان کې دغه څيزونه مخې ته راتلل شورو شو نو دا ډېره د حېرانېدو خبره نه ده ځکه چې دغې انتهاپسندۍ غونډه ټولنه گېره کړې ده
پاکستان کې دغه څيزونه مخې ته راتلل شورو شو نو دا ډېره د حېرانېدو خبره نه ده ځکه چې دغې انتهاپسندۍ غونډه ټولنه گېره کړې ده

د پاکستان د سندهـ صوبې چارواکي وايي په صنعتي ښار کراچۍ کې یې د شيعه اسماعيلي مسلک سره تعلق لرونکو ۴۵ کسانو او یوې غېردولتي ادارې مشرې سبين محمود د وژنې په تور کې یو شمېر کسان نیولي دي . چارواکي وايي نیول شوي کسان چې نورو پېښو کې هم ککړ وو ، اعلي تعليم يافته دي .

د کراچۍ پوهنتون د څيړنې د څانگې (پاکستان سټډي سنټر) مشر ډاکټرسيدجعفراحمد وايي په پاکستان یا نوره نړۍ کې د اعلی تعليم يافته ؤ ځلمو انتهاپسند يا ترهگر جوړېدل څه نوې خبره نه ده .

وايس اف امريکا ډيوه ريډيوه سره خبرو کې جعفراحمد ووئيل ، دا وخت د نړۍ په سرمذهبي انتهاپسندۍ ته دکتنې نه معلومېږي چې سخت دريزي يواځې د روايتي او قبائيلي ټولنو نا نه راووځي او نه یواځې په دينې مدرسو کې داسې کيږي بلکې په مغربي تعليمي طبقو کې هم دغه شان عکسونه لیدل کیدلې شي ، هغه وايي که څه هم په امريکا او يورپ کې ديني مدرسې نشته خو بیا هم هلته مذهبي تُندلاريتوب موجود دی .

ډاکټرسيدجعفراحمد وايي "پاکستان کې دغه څيزونه مخې ته راتلل شورو شو نو دا ډېره د حېرانېدو خبره نه ده ځکه چې دغې انتهاپسندۍ غونډه ټولنه گېره کړې ده او نه يواځې لرې پرتې کليوالې او روايتې ټولنې ، بلکې دا لړۍ اوس تر مرکزي ښارونو ته رارسېدلې ده ".

څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د شيعه اسماعيلي فرقې سره تعلق لرونکو کسانو په ډک بس حمله کې ۴۵ کسان وژل شوي او د غېردولتي ادارې ټي ټواېف مشره تېره مياشت په هدف کړی شوې وه .

د سندهـ صوبې اعلي' وزير قائم علي شاه دوه ورځې وړاندې ېوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي وو چې د اسماعيليانو او سبين محمود په وژنه کې ککړ نيول شوي کسان اعلی تعليم يافته دي ، چې پکې سعدعزيز نومې کس د کراچۍ د وتلې تعليمي ادارې ائي بي ای نه پاس دی ، حافظ ناصر د کراچۍ پوهنتون نه په اسلامي علومو کې ماسټري کړې ده ، او محمداظهرعشرت په کراچۍ کې د سرسېد انجينيرينگ پوهنتون نه د اليکټرانک انجينيرينگ زده کړې کړي دي ، او يواځې طاهرمنهاس پکې لسم پاس دی .

د کراچۍ د پوليسو د ترهگرۍ د مخنيوي د څانگې (سي ټي ډي) مشر راجه عمرخطاب مطبوعاتو ته وئیلي چې سعدعزيز، دي سېکنډفلور"ټي ټواېف" نومې غېردولتې ادارې مشرې سبين محمود د وژنې مرکزي کردار دی ، هغه دوه ځله وزيرستان ته تربيت له هم تلی ؤ ، او د ټې ټواېف په غونډو کې يې گډون هم کړی دی .

د پوليس افسر په وينا سعدعزيز تفتيش کارو ته وئيلي دويې سبين محمود ځکه وژلې چې هغې د لال مسجد د مشرمولوي عبدالعزيز په ضد کمپائن چلولو .

دغه رنگ پوليس افسر وئيلي چې په نيول شوؤ کسانو کې محمداظهرعشرت د کراچۍ د مالدارې کورنۍ سره تعلق لري او تُندلاري به د هغه په کور کې پټېدل ، او درېم حافظ ناصر به د تُندلارو او د هغويې د کورنو ترمينځ رابطې ساتلې ، او طاهرمنهاس چې په اسماعيلي فرقه د حملې مرکزي کردار دی د کال ۱۹۹۹م نه د ترهگرۍ په پېښو کې ککړ دی او نورو درې واړو د ۲۰۰۷م نه دغه کار پېل کړی دی .

د راجه عمرخطاب په وينا دغه تُندلارې ډله چې په ۳۵ غړو مشتمله ده د دويې ځيني غړي د کراچۍ نه علاوه په حيدراباد کې هم د ترهگرۍ په پېښو کې ککړ پاتې شوي ، او دويې په کراچۍ کې په امريکايي ډاکټره، رېنجرځواکونو او بوهري فرقې باندې هم حملې کړي دي .

د کراچۍ پوهنتون سيدجعفراحمد وايي ، مذهبي انتهاپسندي د پاکستان اعلی تعليمي ادارو ته رارسېدلې ده او دا لړۍ چې د تېرو ۸، ۱۰ کالونو راهسې راروانه ده ورځ په ورځ نوره سېوا کيږي ، پکار ده چې مخنيوې يې وشي .

نوموړی د مذهبي انتهاپسندۍ او ترهگرۍ د مخنيوي طريقې څه په دې ډول وړاندې کوي ، "پوځي طاقت کارول ختمي ځواب نه دی د دې په ضد د طاقت د استعمال نه وروستو هم ډېر کارونه کول پکار دي ، لکه د تعليم نوې طريقې، د ټولنې اصلاح، بنيادي اسانتياوې ورکول او نورې" ....

نوموړی وايي په ښارئیزه علاقو کې هم تعليمي نظام ته بيا کتنه پکار ده، نوی نصاب تیارول او د زده کړو طريقې بدلول پکار دي او د ټول ملک تعليمي ماحول بدلېدل پکار دي. د دې ترڅنگ په قامي کچه د بيان بازۍ لاره سمول پکار دي کومه چې د ميډيا د لارې په اُولس ورتپل شوې ده -

د کراچۍ پوليس چارواکي وايي د شيعه اسماعيليانو او سبين محمود په وژنه کې د نيول شوؤ کسانو په اړه پلټنې کوي چې تړاؤ يې د کومې تُندلارې ډلې سره دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG