لاس رسیدونکی لینک

په پالميرا او رمادي د داعش قبضې څېړونکي فکر مند کړي دي


د وسله واله ډلې داعش دشام پخواني ښار پالميرا په ځينو برخو او عراق کې په رمادي ښاریه قبضې سره په نړيواله کچه فکر مندۍ سوا شوي دي او څیړونکي واېي چې له دې وروستو ددغه ډلې له لوري د نورو ښارونو او په هغې کې د موجودو ناوياته تاريخي يادگارونو دړنگولو انديښنه سوا شوې ده. د واېس اف امريکه ډیوه ریډیو سره په بیلو بیلو مرکو کې څیړونکو، انتهوني ایچ کورډسمین، ډینیل سرور، او پروفیسر ډاکټر کیون ډي جیسز ویلي دي داعش پرمختگونه د فکر مندۍ وړ دي- د پاکستان نه د اثارو ماهر پروفیسر ندالله صحراېي واېي په دغه ښارونو کې د زړو اثارو ډیر زیان وشو-

د سینټر اف سټراټيجک اینډ انټرنیشنل سټډيز په واشنگټن کې څیړنکار انتهوني ایچ کورډسمین واېي په عراق کې دمسلې دحل د پاره نړۍ له وس په نوو لارو چارو سوچ پکار دي- ښاغلې کورډسمین واېي چې په داعش د بریدونو سره سره د سیاسي خبرو اترو د لارې هڅې کول پکار دي-

داعش د عراق او شام په ښارونو قبضې نه وروستوپه غربي نړئ کې د ځوانانو د دغه ډلې سره د ملگري کیدلو اندیښنې هم سیوا شویدي.

د امریکې د جانسن اینډ ویلز یونیورسټۍ پروفیسر ډاکټر کیون ډي جیسز واېي چې داعش پلو ته د ځلمو اوختل روان دي خو دغه یو داسې تیر وتنه ده چې ځلمي پرې وروستو ارمان کوي- هغه د یو تپوس په ځواب کې اوویل چې امریکاهڅه کوي چې د ځوانانو دد اعش په حقله سوچ بدل کړي. پروفیسر مني چې د داعش ډنډوره ځلمي متاثره کولو توان لري خو واېي دغه یو فریب دی- ډاکټر ډي جیسز د داعش په حقله یو کتاب ائي ایس د رائز اف این اسلامک سټیټ باندې هم کار کوي. دې واېي دې کتاب کې داعش ته د یو سیاسي تنظیم په توگه کتلې شوی دي-

په مډل ايسټ انسټي ټيوټ کې څیړنکار ډینیل سرور واېي چې تر اوسه د اېي ایس په ضد کامیابه هواېي حملې شوې دي خو د دغه ډلې د بې مجاله کولو په لار کې څه نیمگړتیاوې لا شته دي. هغه واېي چې غټه خبره داده چې تر اوسه د اېي ایس په ضد ځمکني عملیات نه دي شوي هغه دا هم واېي چې په سيمه کې داعش ته د ماتې ورکولو لپاره د سني مسلمانانو اودریدل هم ضروري دي-

دامريکا صدر براکاوباما د عراق وزيراعظم ته ملاتړ کولو غږ کړى دی صدر واېي د رمادي ښار د قبضې خلاصولو کې به د عراق پوځ ملگرتيا کوي-عراقي پوځونه او شيعه مليشا په ښار دقبضې ختمولو لپاره تیار شوي دي.

پروفیسر صحراېي واېي پالميرا د کاڼي د دور اثارو مرکز دي او دغلته یو مکمل ښار اباد ؤ چې تباه کیدل یې یو لوېي زيان دی-

پالميرا ٢٠٠٠ کاله زو تاريخي ښار دی کوم چې دملگرو ملتونو دادارې يونسيکو دنړيوالو اثارو په فهرست کې دى- خبرونه واېي د ښار نه د سلگونو په شمیره کې بُتان محفوظو ځائيونو ته رسول شوي دي-

XS
SM
MD
LG