لاس رسیدونکی لینک

پاکستان دافغان امن عمل دملاتړ ژمنه تکرار کړې


هغه وويل چې دپاکستان نيوکلئير پورگرام دسلامتۍ دمقصد لپاره دى اؤ زياته يې کړه چې په دغه پروگرام هغوي مضبوط واک اختيار لري.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وئيلي دي چې پاکستان دافغانانو په مشرۍ افغانستان کې دجوړجاړي دعمل ملاتړ کوي اؤ دې لړ کې کابل سره هررقم ممکنه مرسته کوي.

تيره مياشت دطالبانو لخوا دسپرلي دجگړې داعلان کيدو څخه راپديخوا افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې اؤ افغان حکومت هڅه کوي طالبان دخبرو اترو ميز ته کښينوي اؤ دافغان جگړې يو پرامنه هوارى راوباسي.

طالبان افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځونو تر وتلو دامن خبرو اترو پيل کولو څخه انکاري دي اؤ څو اوونۍ دمخه قطر کې افغان حکومت سره ترسره شوؤ خبرو کې يې خپله دغه ژمنه يوځل بيا تکرار کړې وه.

افغان اؤ لويديز چارواکي باور کوي چې پاکستان افغانستان کې دامنيت په ټينگښت کې مهم کردار ترسره کولى شي خو پاکستان کې سياسي مبصرين وائي کيدى شي د١٩٩٠ء په لسيزه کې افغانستان کې دطالبانو حکومت سره دښو اړيکو لرلو له امله پاکستان اوس هم په دغه ډله تر يوڅه حده اثرورسوخ لري خو بشپړ واک پرې نۀ لري.

پاکستان پخپله په افغان طالبانو داثرورسوخ لرلو څخه انکار کوي اؤ وايي دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ جوړجاړي کې يواځې دسهولت کار کردار ادا کولى شي خو دې لړ کې به مرکزي کردار پخپله افغان حکومت ته ادا کول وي.

قاضي خليل الله په ډاگه کړې ده چې دپاکستان نيوکلئير پروگرام دخپلې دفاع اؤ سلامتۍ لپاره دى.

دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال قاضي خليل الله دميډيا دا راپورونه په سختۍ سره رد کړل چې گنې سعودي عرب پاکستان څخه نيوکلئير وسلې ترلاسه کول غواړي اؤ وې وئيل چې دپاکستان اؤ سعودي عرب ترمينځ نيوکلئير لوظنامه نشته.

دخارجه دفتر وياند وويل چې نړيواله ميډيا کې کې دپاکستان دنيوکلئير پروگرام په ضد بې اساسه کيمپئن روان دى اؤ زياته يې کړه چې سنډى ټائمز کې دپاکستان دنيوکلئير پروگرام په اړه خپور شوى خبر هم ددغه کيمپئن برخه ده کوم چې بې اساسه دى.

هغه وويل چې دپاکستان نيوکلئير پورگرام دسلامتۍ دمقصد لپاره دى اؤ زياته يې کړه چې په دغه پروگرام هغوي مضبوط واک اختيار لري.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا امريکا ديوې پاکستانۍ کمپنۍ لخوا دجعلي ډگرو په جاري کولو انديښنې څرگندې کړې قاضي خليل الله وويل دامريکا په گډون يو هيواد هم پاکستان ته په دغه اړه تحفظات نۀ دي څرگند کړي.

ديمن دبحران په اړه قاضي خليل الله وويل چې پاکستان به سعودي عرب سره په دغه معامله رابطه کې وي اؤ زياته يې کړه چې هغوي ديمن څخه دسعودي عرب په نجران سيمه کې په شوې گوله بارۍ انديښنې څرگندې کړي دي.

هغه هيله څرگنده کړه چې سعودي عرب به هلته داوسيدونکو پاکستانيانو دتحفظ لپاره گامونه واخلي.

قاضي خليل الله وويل چې پاکستان اؤ افغانستان داستخباراتي معلوماتو دشريکولو په گډون په ټولو څانگو کې مرسته کوي.

دهغه وينا وه چې دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي اؤ افغانستان داستخباراتي ادارې اين ډي ايس ترمينځ اوس اوس ترسره شوى تړون دترهه گرۍ دمخنيوى لپاره دى.

خپل گاونډي هيواد هند سره داړيکو په اړه هغه وويل چې پاکستان دهند په گډون خپلو ټولو گاونډيانو سره دښو اړيکو لپاره ژمن دى اؤ زياته يې کړه چې پاکستان سيمه کې دامن خواهش لري اؤ دې لړ کې به خپل کردار دوامداره ساتي.

هغه وويل چې پاکستان سيمې څخه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره نړيوالې ورورولۍ سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG