لاس رسیدونکی لینک

دپښتونخوا پوليس مشر منلې پاکستاني جنگيالي داعش سره يوځايې کيږي


پيښور پريس کلب کې خبريالانو ته دوينا په مهال دپوليسو مشر ناصر خان دراني وويل چې”داعش په مالي توگه شته من تنظيم دي او پاکستاني وسله وال د پيسو په لالچ کې ورسره کار يا الحاق کوي“

په داسې حال کې چې د پاکستان مرکزي حکومت اؤ پوځ څو څو کرته هيواد کې دتندروه ډلې داعش دوجود څخه انکار کړى دپاکستان دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر( ائي جي پي) ناصر خان دراني دعوه کړې ده چې ددغه ډلې سره پاکستاني جنگيالي دپيسو په لالچ کې يوځايې کيږي.

پيښور پريس کلب کې خبريالانو ته دوينا په مهال دپوليسو مشر ناصر خان دراني وويل چې”داعش په مالي توگه شته من تنظيم دي او پاکستاني وسله وال د پيسو په لالچ کې ورسره کار يا الحاق کوي“

ائي جي پي دداعش دشبنامو خورولو په تور خيبرپښتونخوا کې د دوو کسانو د نيول کيدو پخلى هم کړى دى.

دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر داعش سره دپاکستاني جنگيالو ديو کيدو دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان حکومتي اؤ پوځي مشران پرله پسې نړۍ ته ددې باور ورکولو هڅې کوي چې گنې نۀ خو داعش په پاکستان کې وجود لري اؤ نۀ يې ددې هيواد څخه نورې نړۍ ته دپريشانه کيدو ضرورت شته.

دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر وويل دتيرو دريوؤ لسيزو راهسې خيبرپښتونخوا صوبه دترهه گرۍ په غيږه کې ده اؤ پوليسو دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دځانونو قربانۍ ورکړي دي.

په داسې حال کې چې دخبريالانو مخې ته دکښيناستو څخه دمخه دترهه گرۍ په يوه پيښه کې دپوليسو مشر دخپل يو تکړه پوليس افسر بهادر خان دجنازې څخه ايله راستون شوى ؤ بيا هم هغه دعوه وکړه چې صوبه کې تيرو څلورو کلونو کې دترهه گرۍ پيښو کې ٥٥ فيصده کمى راغلى دى

دهغه وينا وه دپيښور په گډون ټوله صوبه کې داسې کومه مدرسه نشته چې پکې دورانکارۍ په اړه کوم عنصر موجود وي خو دپوليس مشر ددغه څرگندونې څخه يواځې دوه ورځې دمخه دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف خبريالانو ته وئيلي وؤ په هيواد کې ددريوؤ څخه نيولې تر څلورو فيصدو ديني مدرسې داسې دي چې تندلاريتوب اؤ ترهه گرۍ ته وده ورکوي.

خو مطبوعاتي راپورونه بيا ددغسې مدرسو فيصدي بيا ډيره لوړه ښائي.

ناصر دراني زياته کړه په خيبرپښتونخوا کې ټولې مدرسې دشکمنو فعاليتونو څخه پاکې کړل شوي دي اؤ فغان مُليان هم ددغه مدرسو اؤ جوماتونو څخه ويستل شوي دي.

دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر دداعش په اړه دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دټي ټي پي دپخواني وياند شاهدالله شاهد په گډون تيرکال دتحريک طالبان پاکستان شپږو کمانډرانو دداعش دمشر ابوبکر البغدادي سره دوفادارۍ اعلان کړى ؤ.

دطالبانو وياند وئيلي وؤ چې هغه داورکزۍ ايجنسۍ دطالبانو دمشر سعيد خان، دکرمې ايجنسۍ دټي ټي پي دمشر دولت خان، دخيبرايجنسۍ دټي ټي پي دمشر فتح گل زمان، دټي ټي پي دپيښور دمشر مفتي حسن اؤ دټي ټي پي دهنگو دمشر خالد منصور په گډون دابوبکرالبغدادي سره دوفادارۍ اعلان کړى دى.

داعش يا دولت اسلاميه يوه تندروه ډله ده چې دشام اؤ عراق په لويه رقبه يې قبضه کړې اؤ تيرکال دجون په مياشت کې يې دخپله ځانه دخلافت دقائمولو اعلان هم کړى ؤ اؤ دغه ډله په ټوله نړۍ کې دخپل بربريت له امله دنيوکو ښکار ده.

پاکستان کې له دې وړاندې هم په مختلفو ښارونو کې دداعش په حق کې په ديوالونو دليکنو ترڅنگ دهغوي دشهرت لړ کې مواد هم ويشل شوي خو دپاکستان دکورنو چارو دوزير چوهدري نثار علي خان په گډون حکومتي چارواکو پخپلو بيانونو کې پاکستان کې دداعش دوجود تسليمولو څخه انکار کړى.

دروان کال په پيل کې داسې اطلاعات هم مخې ته راغلي وؤ چې ديوسف السلفي په نوم دداعش يو تندروه کمانډر دپنجاب صوبې دسرښار لاهور څخه سره ددوؤ ملگرو نيول شوى ؤ.

ديوسف السلفي لړ کې وئيل کيږي چې هغه پاکستاني نژاده شامي وگړى اؤ دترکي په لاره دشام څخه پاکستان ته رسيدلى وؤ، دغه تن به په شام اؤ عراق کې دفعاله تندروه ډلې داعش لپاره پاکستان څخه دډالرو په بدله کې خلک بهرتي کول.

تيرکال دبلوچستان حکومت هم مرکزي حکومت اؤ قانون نافذونکو ادارو ته پخپل ليږلي يو خفيه راپورکې پاکستان کې دداعش دمخ په زياتيدونکو هلو ځلو په اړه خبردارى ورکړى ؤ.

دغه راپور کې وئيل شوي وؤ چې داعش دعوه کړې چې هغوي دخيبرپښتونخوا دهنگو اؤ قبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ څخه د١٠ؤ څخه نيولې تر ١٢ؤ زرو پورې جنگيالي بهرتي کړي دي.

راپور کې وئيل شوي وؤ په باوري توگه معلومه شوې ده چې داعش تندروه ډلو لشکرجهنگوي اؤ اهل سنت والجماعت ته پاکستان کې دلاسونو ديو کولو وينا کړې اؤ په ډاگه شوې وه چې داعش دلسو کسانو دستراتيژيکي منصوبه بندۍ څانگه هم جوړه کړې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي.

     

XS
SM
MD
LG