لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : په فرقه وارانه تقرير مُلا بندي کړل شوى


 دجومات دغه مُلا په ځان دلگول شوؤ تورونو نفي کړې اؤ دهغه وکيل دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت ته خواست کړى ؤ چې دهغه په ضد دې مقدمه خارج کړل شي.
دجومات دغه مُلا په ځان دلگول شوؤ تورونو نفي کړې اؤ دهغه وکيل دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت ته خواست کړى ؤ چې دهغه په ضد دې مقدمه خارج کړل شي.

دپاکستان دپنجاب صوبې دسرښار لاهور يو عدالت دجومات يو مُلا ته په پاريدونکي اؤ دفرقه وارانه نفرت څخه په ډک تقرير کولو دپينځوؤ کلونو دبند سزا اورولې ده.

کوم مُلا ته چې دغه سزا اورول شوې دهغه تعلق دپنجاب دقصور ضلعې درادها کشن سيمې سره دى اؤ په هغه دسږکال په پيل کې دنفرت څخه په ډک تقرير کولو مقدمه درج کړل شوې وه.

دجومات دغه مُلا په ځان دلگول شوؤ تورونو نفي کړې اؤ دهغه وکيل دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت ته خواست کړى ؤ چې دهغه په ضد دې مقدمه خارج کړل شي.

دپوليسو ترمخه دجومات دغه امام ديوې اجتماع په مهال فرقه وارانه اؤ پارونکى تقرير کړى ؤ دکوم څخه وروستو چې ځايې پوليسو ددغه مُلا په ضد دترهه گرۍ دمخنيوي دايکټ دنهمې دفعې لاندې مقدمه درج کړې ده.

دپراسيکيوټر له لوري ددغه تقرير يوه جوړه شوې ويډيو هم عدالت ته وړاندې کړل شوې ده، ملزم په ځان لگول شوي تورونه رد کړي اؤ وئيلي دي چې هغه په دغه اولسي اجتماع کې نۀ ؤ موجود.

خو دسرکاري وکيلانو له لوري عدالت ته دوړاندې کړل شوؤ کلکو ثبوتونو په اساس دترهه گرۍدمخنيوي دعدالت جج هارون لطيف دجومات مُلا مجرم وگرځولو اؤ ورته يې دپينځوؤ کلونو دبند سزا واوروله، دعدالتي فيصلې په ضد مُلا ابوبکر ته داپيل حق ترلاسه دى.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دپاکستان حکومت، پوځ ، سياسي اؤ مذهبي گوندونو په گډه دترهه گري دمخنيوي يوه تگلاره جوړه کړې وه دکوم لاندې چې ټول پاکستان کې دترهه گرو اؤ دهغوي دخواخوږو اؤ مرسته کوونکو په ضد دکارروائيو ترڅنگ په پاريدونکو ويناوؤ اؤ دنفرت څخه دډکو موادو دخپرونکو په ضد هم دگامونو اخستو پريکړه شوې وه.

دسرکاري شميرې ترمخه هيواد کې دنفرت څخه په ډکو تقريرونو خواؤشا ٩٠٠ مقدمې درج کړل شوي چې پکې زياتره پنجاب صوبه کې درج کړل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG