لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : دانصاف دوزارت څخه بهر چاؤدنه،پينځه کسان مړۀ


دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې چاؤدنه کې دپينځوؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې چاؤدنه کې دپينځوؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى

چارواکي وائي دنهې په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې دانصاف دوزارت څخه بهر ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي اؤ په لسگونو نور ژوبل شوي دي.

طالبانو ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ دهغوي په قول نور غلام ججان به هم وژني، دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دموټري بم چاؤدنې څخه وروستو ديو اي ميل له لارې خپل بيان کې ددغه چاؤدنې مسؤليت په غاړه اخستى.

دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې چاؤدنه کې دپينځوؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى اؤ دروغتيا دوزارت يو وياند محمد اسماعيل وئيلي دي چې دکابل په دريوؤ هسپتالونو کې٤٢ ژوبل کسان داخل کړل شوي دي، هغه مرگ ژوبله کې دزياتوالي انديښنه ښودلې.

په خواؤشا دوؤ اوونو کې کابل کې دا پينځمه لويه حمله ده اؤ دانصاف دنظام دملازمانو دپه نخښه کولو دريمه پيښه وه، دغه حمله په داسې حال کې شوې چې طالبانو په ټول افغانستان کې دسپرلي دخپلې روايتي جگړې اعلان کړى دى.

دکابل دپوليسو يو وياند عبادالله کريمي رائيټرز ته وئيلي دي مونږ يواځې دومره پخلى کولى شو چې دانصاف دوزارت په پارکنگ ايريا کې يوه چاؤدنه شوې ده

يو بل پوليس چارواکي وئيلي دي چې دبارودو څخه ډک گاډى غرمه مهال چول شوى خو نور اطلاعات نۀ لري.

داتوار په ورځ يو ځانمرگي داروپائي اتحاديې دپوليس مشن په گاډي ځانمرگي حمله کړې وه چې پکې دوه افغان اولسي وگړي اؤ يو برطانوي امنيتي تن وژل شوى ؤ.

څلور ورځې دمخه کابل کې طالبانو په يو ميلمستون حمله کړې وه چې پکې دامريکائي، هندي اؤ پاکستاني وگړو په گډون ١٤ کسان وژل شوي وؤ.

طالبانو سږکال داپريل په مياشت کې ټول افغانستان کې دخپل سپرلي دعملياتو اعلان کړى اؤ سږکال افغانستان لپاره دغه عمليات يو لويې چيلنج ځکه دى چې دتيرکال په اخره کې افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو دخپل جنگي مشن دختمولو اعلان کړى اؤ افغان پوځ اؤ پوليس دبهرنو ځواکونودملاتړ څخه پرته جنگيالو سره په جگړه بوخت دي.

افغان حکومت دمذاکراتو له لارې افغان طالبانو سره دخبرو اترو له لارې دستونزې دهواري هڅې کوي خو طالبان دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دامريکا ملاتړي افغان حکومت سره دخبرو اترو څخه انکاري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG