لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:دجعلي سندونو خرڅوؤنکې کمپنۍ په ضدعمليات پېل شوي


په سېنټ يا برني ايوان کې هم د کمپنۍ لخوا د جعلي ډگريانو خرڅولو په اړه خپور شوي رپورټ باندې بحث شوی دی .
په سېنټ يا برني ايوان کې هم د کمپنۍ لخوا د جعلي ډگريانو خرڅولو په اړه خپور شوي رپورټ باندې بحث شوی دی .

د پاکستانۍ شخصي ائي ټي کمپنۍ اېگزکټ د جعلي ډگريانو خرڅولو په خبر د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان نوټس اخيستی ، او د نوموړي په هداياتو مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ائي ای بيا د اېگزکټ په دفترو چهاپې هم وهلي او د ځينو کسانو نيولو خبرونه مخې ته راغلي دي .

د امريکې وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز کې د اېگزيکټ کمپنۍ په حواله خپور شوي رپورټ کې چې پکې وئيل شوي دغې کمپنۍ په گرده نړۍ کې جعلي ډگريانې او سندونه خرڅ کړي او په ملينونو ډالره يې پرې گټلي دي .

نن د نهې په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان په دغه رپورټ نوټس اخيستی او مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ائي ای ته يې هدايات ورکړي چې د ايگزيکټ کمپنۍ نه پلټني وکړي . دغه رنگ په سېنټ يا برني ايوان کې هم د کمپنۍ لخوا د جعلي ډگريانو خرڅولو په اړه خپور شوي رپورټ باندې بحث شوی دی .

او د پيپلزپارټۍ سېنيټر اعتزازاحسن وئيلي دغه خبر چې د پاکستان سره اړونده دی د "بول نېټ ورک" او اېگزيکټ کپمنۍ مشر شعېب احمد شېخ ته پوره اختيار دی چې په دغې اړه وضاحت وکړي ، نوموړي وئيلي "څه وجه ده چې مونږ پاکستانيان په جعل سازۍ(جعلي څيزونو) جوړولو کې ماهريُو؟".

د اعتزازاحسن لخوا د رپورټ د سينيټ هاؤس کمېټۍ ته د سپارلو په غوښتنه د سېنټ چيئرمېن رضا رباني دغه معامله د پلټنو دپاره کمېټۍ ته لېږلي ده .

راپورونه وايي د اېف ائي ای د سائبرجرمونو د څانگې لخوا د اېگزيکټ کمپنۍ د کراچۍ او اسلام اباد په دفترو کې د پلټنې عمليات شوي ، او د کمپنۍ ځيني ريکارډ او څو کارمندان يې د معلوماتو دپاره په خپل تحويل کې اخيستي دي .

بل لور ته د اېگزيکټ کمپنۍ په اړه سوشل ميډيا ټويټرباندې هم تود بحث روان دی ، او نيويارک ټائمز ليکلي چې ائي ټي کمپنۍ د "پاک ټي هاؤس" په نوم بلاگ ليکونکي (مالک عُمېد) نومې کس ته دهړکه ورکړې ځکه چې دغه کس د کمپنۍ د جعلي ډگريانو خرڅولو په اړه ټويټونه کړي دي .

او ځيني کسانو بيا داسې ټويټونه هم کړي دي چې پکې د هند د فلمونو د عکسونو سره د اېگزيکټ کمپنۍ نه د ډگرۍ اخيستو په حواله د طنزومزاح خبرې ليکل شوي دي .

د کراچۍ پوهنتون د کمپيوټر سائنس د څانگې استاز سيدعاصم علي وايي پاکستان کې ځيني پوهنتونونه ان لائن (په انټرنېټ) ډگريانې ورکوي ، او د اېگزيکټ د ډگريانو په اړه نوموړي وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي ،

" دا چې کوم ځانگړی کېس دی نودا خو کوم غټ فراډ(درغلي) معلوميږي" او دويې د کومو ملکونو د يونيورسټيانو په نوم ډگريانې نه دي جاري کړي بلکې د هغو د نومونو سره تشبيح کوؤنکو نومونو باندې يې يونيورسټۍ جوړې کړي کومې چې هډو وجود نه لري ، لکه د کولمبيا يونيورسټۍ په ځايي کولمبيانا او نورې .

نوموړی زياتوي چې د انټرنېټ په دُنيا کې په اسانۍ سره چا سره څوک څه هم کولی شي ، او بيا دغه څيزهر څوک نه شي معلومولی .

د کراچۍ پوهنتون د کمپيوټرسائنس څانگې ځيني طالب علمانو چې په اېگزيکټ کمپنۍ کې کار کړی دی ، د کمپنۍ په اړه له دې وجې د څه وئيلو نه ډډه کوي چې کمپنۍ سره يې د کار کولو په وخت معاهده لاسليک کړې چې د کمپنۍ په اړه به چا سره هم څه معلومات نه شريکوي .

د اېگزېکټ کمپنۍ لخوا د نيويارک ټائمز د رپورټ په غبرگون کې جاري شوي بيان کې چې دغه رپورټ بې بنياده گرځول شوی دی ، او د پاکستان دوه شخصي خبري ادارې "جيو، جنگ گروپ" او " اېکسپريس ميډيا گروپ" په اړه پکې وئيل شوي چې د کمپنۍ د جوړؤنکي ټي وي " بول" د بدنامولو دپاره افواگانې خوروي .

خو دغو دواړو ادارو وئيلي چې اېگزيکټ نيويارک ټائمز ته د ځواب وئيلو په ځايي په دويې بې بنياده نيوکې کړي دي .

پاکستان کې په انټرنېټ د کېدونکو جرمونو د پاره د موجود قانون په اړه چې ډيوه ريډيو د کراچۍ پوهنتون د استاز نه پوښتنه وکړه ، نو هغه ووئيل په وروستيو کې چې د سائبرکرائم په حواله د سېنټ قائمه کميټۍ يو قانون جوړ کړی ډېر خلک پرې تحفظات لري ،

" کوم پراډونه (درغلۍ ) چې دلته کيږي د هغو جرمونو د مخنيوي دپاره پاکستان کې قانون ډېر کمزوری دی ".

هغه ووئيل بله خبره دا ده چې کوم خلک دغه قانون عملي کوي ، هغويې په خپله په انټرنېټ دومره پوهه نه لري ، او يو عام کس نه شي کولی چې په انټرنېټ کېدونکي جرمونه په اسانۍ سره معلوم کړي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG